تاند- د افغانستان ولسمشرډاکټر اشرف غني احمدزي د جمعې پأه ورځ د علماوو د سراسري شورا له رئيس او غړو سره په ارګ کې وکتل.

د علماوو شورا ولسمشر ته د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو له کبله د مبارکی د ويلو په ترڅ کې د دغه حکومت د ملاتړ اعلان کړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د قتل، غلا، رشوت، قطاع الطریقي او د ځمکو د غصب پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ولسمشرد تلپاتې سولې په اړوند د علماوو رول مهم وباله او له دوی د هر یو څخه يې وغوښتل چې د پایداری سولې آواز پورته کړي.

په دی غونډه کی ولسمشرډاکټر اشرف غني احمدزي علماوو ته وویل: کلکه سیاسي اراده لرو چې قانون به لومړی پر زورواکونو پلی کوو او په دې برخه کې د سراسري علماوو همکارۍ ته اړتیا ده.

علماوو په خپله اعلامیه کې له ولسمشرڅخه وغوښتل چې د نشه يي توکو د کښت، ترافیک، تورید او د کارونې پرضد جدي اقدام وکړي او همداراز حکومت دې ځوانانو ته د کار موندنې زمینه برابره کړي.

1د افغانستان علماوو سراسري شورا د حکومت څخه په هېواد کې د تل پاتې او سراسري امنیت د ټينګښت په برخه کې د هر اړخیزې هڅې غوښتنه وکړه.

دعلماوو شورا له حکومت څخه غوښتل چې په ادارو کې دې دیندار، مسلکي، لایق او زړه سوانده کسان په دندو وګومارل شي.

دوی همدارنګه په دیني مدرسو کې د کیفیت او زده کوونکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کول او معلولينو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي ولسمشرهمدا راز زیاته کړه چې سیاسي مخالفت له سیاسي لارې حل کېدای شي او د علماوو نقش په هغه کی حیاتي دی. او د قوې مشروع استعمال د عدالت معیار دی. نو ځکه موږ او تاسو باید خپلو امنیتي قواوو پسي وګرځو، دوي زموږ او ستاسو بچیان دي.

د علماوو شورا د افغانستان له نړیوالو همکارانو څخه وغوښتل چی د افغانستان امنیتي ځواکونه په عصري تجهیزاتو باندی سمبال کړي او پر نړیوالو ځواکونو یی غږ وکړ چی جدي هڅي وکړي تر څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي مخنیوې په اغیزمنه توګه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *