تاند- د افغانستان حکومت د ولسي جرګې له لوري د ۹ وزیرانو له استیضاح کولو وروسته د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استضاح کولو د بهیر په اړه سترې محکمې ته شکایت وکړ او له دې محکمې یې د تفسیر غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې په ۹ وزیرانو کې، چې تراوسه پوري یې استیضاح کړي، ۶ ته د نه اعتماد رایې ورکړي او ۳ یې تایید کړي دي.
له بلې خوا ولسمشر غني د ولسي جرګې له لوري رد شویو وزیرانو ته وویل چې تر هغو کار ته دوام ورکړي چې ستره محکمه خپله پرېکړه اعلانوي.
ولسمشر ویلي چې د افغانستان د ولسمشر او یه افغان په توګه د اساسي قانون پر اساس د درې ګونو قواوو په تېره بیا د ولسي جرګې د واک درناوی کوي خو دې جرګې د ۱۳۹۴ د بودجې د نه مصرفولو په خاطر استیضاح کړي، مګر وزیران د همدغه کال په نیمايي کې د کابینې غړیتوب ترلاسه کړ او په هماغه کال د نړیوالې ټولنې نمرستې هم ځنډول شوې وې، یا لغوه شوې وې نو باید په دې اړه خبرې وشي.
ولسي جرګې ویلي چې وزیرانو ته یې د دې لپاره د نه باور رایې ورکړې چې په سلو کې ۷۰ انکشافي بودجه یې نه ده مصرف کړې.