ښاغلی ولسمشره! داڅو مېرمنې مياشتې مياشتې کيږي چې ستا د کور او دفتر په خوله کې ناستې دي. دوی له روژې نېولې تر اختره خپل ټول مراسم دلته تر سره لمر او شنه اسمان لاندې تېر کړل خو که ستا د اوريد د قوې زور همدومره و نو لرې نده چې دوی به د ازادۍ سلمه کليزه هم همدلته ولمانځي. دوی نه د خپل کړي جهاد امتيازات غواړي، نه قومي ټيکداري کوي او نه هم مذهبي ټيکدارانې دي. دوی نه تا غني ګک بولی نه بدقواره، نه د حکومت چلنج کوي نه د فاشست او قاق روده د بولي. دوی له تا غواړي چې يوازې د د دوی غږ واورې، د دوی اسناد او شواهد وګورې که له دوی سره ظلم شوی و نو د دوی حق به ورکړې، کنه لږ تر لږه به دوی ته قناعت ورکړې.
دوی د دغو څو مياشتنۍ مبارزې پر مهال نه د خلکو پر مخ لاره بنده کړه، نه يې د چا موټر او رکشا وسوزاوه، نه يې د کوم دولتي ودانۍ ښيښې ماتې کړې نه يې هم سرتېري په ډبرو ووېشتل، نه يې کوم ګرځنده پلورنکی ؤراټه نه يې هم پر سرکونو اورونه بل کړل، نه يې له بازار او کوڅو کاګر په ۳۰۰ افغانيو راټول کړل او نه يې هم چاته ښکنځل او توهين وکړ.
خو بيا هم ته داسې چلند کوي چې ګواکې د دفتر مخته ته کومه معترضه نه وي ناسته، لکه عدالت چې د بشپړ پلي کړي وي.


ښاغلی ولسمشره! ته تر ډېره د هغو لاریونوالو غږ ډېر ښه اورې چې يا د نظام د ړنګولو ګواښ درته کوی يا د سپکاوی کوي يا پوليس په کاڼو ولي يا ښېښې درته ماتوي مګر د دغو مظلومو مېرمنو اواز نه درځي چې په دريو مياشتو کې يې په تمامه معنی سوليزه خيمه درولې او تر اوسه يې کوم ميږي ته هم ازار نه دی رسولی.
ښاغلی ولسمشره! زموږ په ياد دي چې خپل ګټلی حکومت د ځکه نيم کړ چې د نارنجي انقلاب باټي درته وېشتل کېدې، زموږ په ياد دي چې دوستم د له ترکيې ځکه وطن بېرته راوغوښت چې ماليشو يې په شمال کې څلور سرتيري ؤوژل، قيصاري د ځکه خوشې کړ چې د فارياب د ولايت مقام يې درباندې وتاړه، زموږ دا هم هير نه دي چې باميانو ته د ځکه ۱۲۰ مېګا وټه زياته برېښنا ورکړه چې په ارګ درختل او پوليس يې په کاڼو ويشتل، د بلخ امنيه قومندانۍ د ځکه ور خوشې کړ چې استاد عطا د جګړې ګواښ درته کړی و، هو، دا او دې ته ورته ډېر مثالونه شته چې موږ يې د جناب عالی په پاچاهۍ کې موندلۍ شو. ښاغلی ولسمشره! زه ډېر بد خوبونه وينم داسې بد چې هر څه فکر پرې کوم مثبت تعبير يې نشم پيدا کولای، ولسمشره! زه خوب وينم چې ته قاتل کېدونکی يې. د مدني مبارزاتو قاتل، د پُر امنه حق غوښتنې قاتل، د ستر امان د هيلو قاتل او د ستر انسان محمود طرزي د ارمانونو قاتل ولسمشره! ټولنه مو نوې د حق غوښتنې چل زده کړی موږ اوس په دې پوه شوي يو چې له جګړې پرته هم حق غوښتل کېدای شي نو ښاغلی ولسمشره! دا چل له موږ مه هيروه، د ستر امان دا ارمان مه قتلوه. ددې مظلومو ښځو غږ واوره دوی يا لږ تر لږه موږ ته قناعت راکړه.
ښاغلی ولسمشره! زه ستا په تفکر او پوهې باور لرم خو بس په وروستيو کې دومره درته وايم چې که دا مېرمنې تش لاس کورو ته ستانې شي نو پر دې کمزوري ولسواکۍ هم د خلکو باور ختم بوله. له دې وروسته که هر سړی خپل حق غواړي نو د ټوپک په شپلی به يې غواړي د خپلې حق غوښتنې لپاره به يا طالب شي يا داعش يا کوم بل حرج مرج، ځکه دلته بيا په عدم تشدد باور له منځه ځي ټوپک به د حق غوښتنې يوازينۍ معيار وبلل شي. نو ښاغلی ولسمشره! بيا دا ټول مسئوليت ستا غاړې ته در لويږي، هيله کوم دومره لوی مسئوليت مه منه، ستا څو دقيقې وخت او د فرمان لاسليکولو د قلم د رنګ يو څو څاڅکي ضايع کول د دې ارزښت لري چې له دې مسئوليته ځان وباسې.

درنښت!
رشيد نور ۲۰۱۹/۷/۵ جمعه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *