تاند- د هند ولسمشر پرناب موکرجي وايي هیواد به یې تل ترتله د افغانستان ملاتړ کوي.
ده د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د افغانستان او هند همکارۍ بې پایه وبللې.
د هند ولسمشر موکرجي د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې په بدخشان ولایت کې د مځکې د ښویېدو په علت د ۵۲ تنو افغانانو پر مړینې خواخوږي څرګنده کړه.
ده وویل چې هند له افغانستان سره د نژدې او ژورو اړیکو په لرلو وړیاړي او افغانستان د هند لومړنی ستراتیژیک شریک دی.
پرناب موکرجي د افغانستان ولسمشر ته په مېلمستیا کې وویل:«هند د پیاوړي، سوکاله او خپلواک افغانستان په جوړولو کې د افغانستان د ولسمشر په هدف کې ځان شریک بولي. هند د ده (ولسمشر) د هلوځلو او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو هرکلی کوي.»
د هند ولسمشر دا هم وویل چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د دغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کې د ملي پخلاینې ملاتړ کوي.
د هند ولسمشر یادونه وکړه چې د دغه هیواد او افغانستان همکاریو ته نه د پای نېټه شته او نه کوم مهالوېش. هند به د افغانستان د یوه دوست او ګاونډي په توګه تل له افغانانو سره ملګری وي. هند په دې ویاړي چې خپل ظرفیتونه او تجربې د افغانستان له خلکو سره د خپل هیواد په ودانولو او پرمختګ کې شریکوي.
موکرجي وویل چې باید هڅې وشي څو د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاته شي.
د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ترمنځ د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي راکړو ورکړو اندازه ۶۸۳ ملیون ډالرو ته رسېده.
شاوخوا ۱۷ هندي شرکتونو له ۲۰۰۳ څخه تر۲۰۱۳ پوري په افغانستان کې ۱۷ ملیون ډالره پانګونه کړې ده.
د هند ولسمشر هیله څرګنده کړه چې دغه هیواد ته د افغانستان د ولسمشر سفر به د دوو هیوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې همکارۍ لا زیاتې کړي.
کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی، دا هند ته د ده لومړنی سفر دی.
د افغانستان ولسمشر له پرناب موکرجي څخه مننه وکړه چې په بدخشان کې د افغانانو پر مړینه یې خواخوږي څرګنده کړه.
ده وویل چې افغانستان او هند په اسیا کې ورته برخلیک لري.
ښاغلي غني وویل، له مشکلاتو سره سره کېدای شي چې افغانستان د هند یو مهم شریک واوسي ځکه چې افغانستان د اسیا په زړه کې موقعیت لري او دا صرف یوه استعاره نه بلکې حقیقت دی.
د افغانستان ولسمشر هند د افغانستان تاریخي دوست وباله، ویې ویل چې اوس په هند کې ۱۳ زره افغان محصلان په زده کړو بوخت دي چې د افغانستان په ودانولو کې به مهم رول ولري.