تاند- د ولسمشر امانویل مکرون په اړه له ډېر وخته ویل کېږي چې د فرانسې په سیاست کې فرانسوي توب کوي.
د فرانسې چاپ لې پوینت (Le Point) د پنجشنبې په ورخ افشا کړه چې د فرانسې ۳۹ کلن ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو ۳ میاشتو کې ۲۶ زره یورو (۳۰ زره ډالر) په میک اپ او سینګار لګولي چې د میاشتې ۱۰ زره ډالر او د ورځې نژدې د فرانسوي مالیه ورکوونکو ۳۳۰ ډالر کېږي.
د دې راپور خپرېدو د فرانسې د ولسمشر شهرت خورا راتیت کړ او ډېر فرانسویان یې په غوسه کړل.
د لې پوینت د راپور پر اساس د الیزې ماڼۍ (Élysée Palace) یوې سینګارګرې ته، چې نوم یې (Natacha M.) ښودل شوی، په یو مورد کې ۱۰ زره یورو او بل ځل ۱۶ زره یورو فیس یا اجوره ورکړه.
ظاهراً دا فیس د دې لپاره سینګارګرې ته ورکړای شو چې ولسمشر خبري غونډې، له عام ولس سره کتنې او سفرونو ته تیار کړي.
د الیزې ماڼۍ یوه ویندوی، چې له سختو او توندو نیوکو سره مخامخ شو، د ولسمشر د سینګار د مصرف له افشا کېدو سمدستي وروسته د فرانسې په تلویزیون کې وویل چې «د ولسمشر د سینګار بودجه به ژر ډېره کمه شي.»
د څېرې په سینګار د مکرون لګښت د پخواني ولسمشر فرانسوا اولان د سر له جوړېدا سره پرتله شو. اولان په دې خاطر له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی و چې د سر د جوړېدا په خاطر یې سلمان ته د میاشتې ۱۱ زره یورو معاش ورکاوه.
فرانسه په نړۍ کې د مود و فېشن هیواد دی او د دغه هیواد خلک فېشن ته زیات پام کوي.