د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ولایتو والیانو، د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو، لواګانو، د ملي اردو د کنډکونو او د ولایتونو امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي رئیسانو ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د ښه ترسره کېدو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
په پيل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، یاد کمیسیون د راتلونکو ټاکنو د ښه او شفاف ترسره کېدو په موخه خپل کارونه چټک کړي. هغه زیاته کړه، د روان کال د وري په ۲۵ نېټه د شنبې په ورځ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیلېږي.
نوموړي زیاته کړه، دغه بهیر په دوه پړاونو کې لومړی په ښارونو او ولایتونو او دویم پړاو یې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې پیلېږي چې دوه میاشتې دوام به وکړي او له ملکي او نظامي مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د نوم لیکنې بهیرکې ګډون وکړي. ښاغلي بدیع وویل، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له بشپړېدو وروسته په هر ولایت کې د ټاکنو کمېسیون یو کاري ګروپ پاتې کېږي چې دپاتې کسانو نومونه ثبت کړي.
ورپسې جمهور رئیس غني ټولو هېوادوالو ته د ټاکنو ملي پروسې د شفاف ترسره کېدو په موخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پیلېدو مبارکي وویله او همدارنګه یې ټاکنې د ولسواک نظام مهم اصل وباله او زیاته یې کړه، ټاکنې او د هغو د ترسره کېدو لپاره د نوم لیکنې بهیر د افغانستان خلکو ته ځانګړی ارزښت لري.
جمهور رئیس د هېواد ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې هم په خپله په دغه بهیر کې ګډون وکړي او هم د منظمو ناستو له لارې خلک د نوم لیکنې بهیر کې ګډون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره همکارۍ ته وهڅوي. هغه زیاته کړه، د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولین دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همکارۍ په موخه دهر ډول لاسوهنو مخه ونیسي او له عاملینو سره دې جدي او قانوني چلند وکړي.
محمد اشرف غني په ټینګار وویل، د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه دې چې د ولس غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی، د بې طرفۍ اصل په پوره مانا رعایت او له سرغړونکو سره دې قانوني چلند وشي.
جمهور رئیس غني دغه ملي پروسه له دې امله هم ارزښتناکه وبلله چې افغانان په خپله خوښه او بشپړه ازادۍ خپل تصمیم نیسي او له امنیتي مسوولینو څخه یې د ټاکنو د امنیتي پلان د تیارولو له امله د مننې ترڅنګ د دغې ملي پروسې د ښې او شفافې ترسره کېدو لپاره د همکارۍ او د امنیتي پلان د لا ښه تطبیقولو دستورورکړ.