غني باید له ربړول شویو طالبانو بخشنه وغوښتل شي

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ د ولسي جرګې له غړیو سره په کتنه کې وویل، مظاهرې د افغانانو قانوني حق دی خو د لارو بندول منلی نه شي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې اداري پلاوي ته د اعتراض کوونکو له لوري په کابل کې د خیمو درولو ته په اشارې وویل«له قانون سره سمې مظاهرې د هر افغان حق دی، خو خیمو خلکو ته ډېرې ستونزې پېښې کړي او باید نور لېرې شي.»

اعتراض کوونکو تېره اوونۍ د ښار په یو شمېر مهمو چوکونو کې خپلې خیمې ټولې کړې خو لا یې هم ځینې خیمې درولي او لا هم د ښاریانو د تګ راتګ د لارې خنډ دي.

د اعتراض کوونکو خیمو کابل ته سخت اقتصادي تاوانونه هم اړولي دي.

اعتراض کوونکي وايي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت ریاست ريیس معصوم ستانکزی دې له کاره لېرې شي.

د اعتراض کوونکو، چې اعتراض یې تر ډېره قومي او سیاسي بڼه لري، د احتجاجونو په نتیجه کې د کابل د ګارنیزیون د قوماندان جنرال احمدزي دنده وځنډول شوه.

له ولسمشر غني سره د ولسي جرګې د ادارې پلاوي په کتنه کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر و.

ولسمشر زیاته کړه، په هغو کتنو کې چې په تېرو څو ورځو کې یې په ارګ کې د خلکو مختلفو اقشارو سره لرلې، هغوی پر سړکونو د خېمو موجودیت او د لارو بندښت څخه شکایت درلود، تاجرانو او کسبګرو هم له  دې امله زیات زیانونه لیدلي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي ولسمشر ته وویل، « موږ په هېواد کې د قانون د پلي کېدو په برخه کې د ملي یووالي حکومت ترڅنګ یوو.»

د ولسي جرګې اداري پلاوي وویل، په ملي شورا کې د کابل وکیلانو او د کابل ولایتي شورا له استازو سره یو ځای به له معترضانو سره وګوري او له هغوی سره به د دې ستونزې د حل په اړه خبرې وکړي.

One thought on “ولسمشر وايي، مظاهره د هر افغان قانوني حق دی خو د لارو بندول نه شو منلی”
  1. د مظاهره چیانو غوښتنې بیځایه اوغیر مشروع دی، دوی هغه څه غواړي چې ټالبان او داعشیان یی د جنګ له لارې غواړي.
    دوی د افغانستان د دې کمزوري دولت لا کمزروتیا ، قومي شخړي، مذهبی او ژبني تعصوبونو ته لمن وهي.
    که دوی د افغانستان د جمهور رییس، ملی امنیت رییس او د امنیت د شورا د رییس د لرې کېدو غوښتنه کوي، ټالبان هم له خدایه همدا غواړي او د افغانستان باندینی دښمنان هم داسې پلانونه لري ، بنا د مظاهره چیانو غوښتنې له مخالفینو سره مطابقت کوی.
    د افغانستان د دولت مل منافع غواړي چې باید مونږ ملي یوالی وساتو، یو د بل په څنګ کې ودرېږو، ټول اختلافات یوې خواته کړو او خپل قوت اوزو د هېواد او خلکو د دښمنانو پرضد پکار واچوو،
    که فرضا مظاهره چیان له لجاجت نه لاس نه اخلي ، دولت مجبور دی د هېوادوالو دژوند، امنیت ، اقتصادی منافعو لپاره له جدي اقداماتو نه کار واخلي ،
    د یوڅو ډلګیو او خودخواه کسانو ځپل به دومره زیان ونه لري ، لکه د موجوده نظام له منځه وړل او پرځای یی یو بې ثباته کودتا یی یا انارشی تنظیمی قدرت غوښتنې.
    پدې هکله کېدای شي د ولس نظر ت مراجعه وشي ، د افغانستان ټولو سیاسی ګوندونو ، سياسي څهرو او کارپوهانو نظر هم واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *