تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له خپلو وړاندیز کړیو وزیرانو سره ولسي جرګې ته لاړ او له واک ته رسېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د جرګې غړیو ته وینا وکړه.

ولسمشر وویل چې په تېرو ۳ میاشتو کې یې د ولسي جرګې له غړیو شخصي غوښتنې نه دي لیدلي او هیله لري چې وکیلان به د ده په ټوله پنځه کلنه دوره کې همداسي روحیه ولري.

ده وکیلانو ته وویل، اختیار لري چې د ده له لوري وړاندیز شویو وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکوي او یا یې نه ورکوي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو ژوند لیکونه بیان کړل. د ده له لوري په وړاندې شوي لیست کې له مخکیني اعلان شوي فهرست سره توپیر و.

پخوا د مالیې وزارت ته غلام جیلاني پوپل او د اوبو او انرژۍ وزارت ته محمود صیقل نومول شوي وو؛ خو د نوي لست له مخې د مالیې وزارت ته اکلیل حکیمي او د اوبو او انرژۍ وزارت ته عبدالرحمان صلاحي نومول شوي دي.
ښاغلي فراهي هیله وښوده چې کاندیدان به له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې ولسمشر ولسي جرګې ته په وینا کې د هیواد په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې. د کورنیو کډوالو ستونرې یې یادې کړې، ویې ویل:«یو نیم ملیون کورني کډوال لرو چې باید ورته د کار – روزګار او ژوند شرایط برابر کړو.»

1ولسمشر غني د ټولو افغانانو لپاره د روزګار برابرول د ملي یووالي د حکومت تر ټولو مهم مسوولیت وباله.

ده یو وار بیا د ارګ او محراب او د ارګ او ملي شورا ترمنځ د فاصلې په ختمولو تاکید وکاوه، ویې ویل:«د ولس استازي باید د قومونو ترمنځ ارتباطي پلونه وي.»

ده په کابینه کې د ښځو د ستونزو یادونه هم وکړه، ویې ویل:«په حکومت کې باید ښځو ته ونډه ورکړای شي، زه د دې مسلې دفاع کوم.»

ده له ولسي جرګې څخه په دې مننه وکړه چې د امنیتي موافقې په تصویب کې یې ورسره همکاري وکړه.

ولسمشر وویل، اساسي قانون ولسمشر ته ۲۰ واکونه ورکړي. خو زه غواړم ولسمشر له یوه فرده په یوه اورګان بدل کړم. اجرايي ریاست به د کابینې پرېکړې په اجرايي عمل کې وڅاري او تطبیق کړي.

ده د جګړې په باب وویل:«جنګ پر موږ تپل شوی دی. له شرعي نظره پر هر چا چې جنګ تحمیل شي د ځان د دفاع روا حق لري. خو له دې ټولو سره سره په دې پوهېږو چې زموږ د ملت ستونزه په زور نه حل کېږي. زما اصلي هدف د سولې راوستل دي. زه غواړم د سولې ولسمشر واوسم.»

One thought on “ولسمشر ولسي جرګې ته وویل: غواړم چې د سولې ولسمشر شم”
  1. ښاغلئ ولسمشره ! افغانان سولې ته سترګې په لار دي ، د خدای څخه دې بريا غواړو او هیله لرو چې په خپلو موخو کې بريا درپه برخه اود ملت د بابا ستر لقب په واقعي مانا خپل کړې ،ټول افغانان ستاسې سره دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *