ژرغونشاه شینواری –
ښاغلی ټرمپ تاسو د يوويشتمې پېړۍ په داسې حساسو شرايطو کې د خپل هېواد ولسمشر غوره شوي یاست، چې د امريکا متحده ايالات داخلي بدلون او نړيوال مناسبت سمدستي سمون غواړي. ستاسو سپينو خبرو، غوڅ دريځ او پر ځان باور دننه په امريکا او بهرنۍ نړۍ کې د ډېرو خلکو سره د خوشالۍ او سولې مړاوي ارمانونه راژوندي کړي، سره له دې، چې د جګړې ګواښونه يې له پامه نه دي غورځولي.
په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې مو ويلي و، چې د متحده ايالاتو وګړي دې ځکه رايې راکړي چې زه غواړم د امريکا جمهور ريس شم نه د ګردې نړۍ. دا خبره په دې مانا ده چې د خپل ملت خپلواکي دې ښه خوښېږي او د نورو ملکونو په آزادۍ پوره باور لرې. سپینې ماڼۍ کې د سوګند اخیستلو لپاره پينځه ورځې پاتې وي او تاسو د ځان تیارولو په درشل کې واست، چې چې د جرمني د بليد ورځپاڼې خبريال ته دې وویل:امريکا په افغانستان کې د نه ختمېدونکې جګړې سره مخ ده؛ اوولس کاله وشول چې موږ په افغانستان کې يو، خو ګواښونه له يوې نه بلې ورځې ته پراخېږي او طالبان ورځ په ورځ زياتېږي. دا حالات سړي ته دا سوال پيدا کوي ،چې افغانستان کې څه روان دي؟
همدا وعدې او مرکې وې، چې دننه افغانستان، نړۍ او امريکا کې اوسېدونکي افغانان يې دې ته وهڅول، چې له تاسو سره هغه واقعيتونه شريک کړي، چې د دوی په اند له تاسو به پټ ساتل شوي وي.د يوه خپلواک افغان خبريال په توګه چې د ۴۰ کلونو راهيسې د خپل وطن او ګرد چاپېره سيمې څخه مالومات، راپورونه، تصويرونه او تحلیلونه برابروم، هغه څه درسره شریکوم، چې زموږ په جګړه کې يرغمل شوي ولس يې تر تاسو رسول غواړي.
د افغانستان نړول شوی اقتصاد
د همدې روان کال د لومړۍ مياشتې په لومړۍ اوونی کې د سيګار ادارې راپور ورکړ، چې د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغانستان جګړې د امريکا له خزانې څخه (۱۱۵) مليارده ډالر وهلي دي.
له دې نه په دوه مليارده لږو ډالرو په دویمه نړیواله جګړه کې کنډواله شوې اروپا د ګل غوندې جوړه شوه. خود (۱۱۵) مليارده امريکايي ډالرو له اوبو کيدو نه وروسته لا اوس هم افغانستان يو رنځور، احتياج، فساد کې ډوب، بی وزله او په شر اخته ملک دی. داپوښتنه ځواب غواړی.
دافغانستان د ۲۰۱۶ کال صادرات (۶) سوه مليونه او واردات يې (۸) مليارده ډالره ؤ.زموږ د ملک له سلو نه (۴۳) اوسيدونکې د خوارځواکی يابی وزلی له کچی نه ښکته ژوند لری.د افغانستان ټول نفوس (۳۰) مليونه دی (۲۳) يي دننه او ( ۷) يې له هيواد نه بهر ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د خوراک د نړی والی موسسسې دنوي راپور له مخې د ( ۲۳) څخه (۱۰) مليونه وګړي سمدستي خوراک پوښاک ته حيران دي.پدې تير يو کال کې (۲۷۰) زره هغو افغانانو خپل وطن پريښی چې ډيره برخه يي د لوړو او منځنيو زده کړو خاوندان ؤ.
له سلو افغانانو نه (۵۲) يي وزګار ګرځي . له هرو سلو افغاني استوګنو څخه ( ۶۰) يې په رنځونو اخته دي. افغانستان ددنيا د فاسدو دولتونو او مخدره توکو په توليد کې له ټولونه مخکې دی. زموږ د وطن ښارونه د هغو دريوو مليونو پوډريانو ځالی دي. چې کتل يي د يوویشتم قرن د انسان لپاره هميشنی پيغور دی.
د افغانستان د سلونه (۶۰) وګړی د پاکو اوبو د څښلو وسه نه لري ، د ټولنې (۶) فيصده حاکمان د ( ۹۴) فيصده خلکو ګټه خپلو جيبونو ته اچوي.دغو نا انډوله مناسباتو په کلو او ښارونو کې د جګړو لپاره د اوزګارو ځوانانو بزغلی کرلی. د افغانستان جنګ هغه جنګ دی چې ژرنده يې زموږ د زلمي نسل په وينو ګرځي.
۲د افغانستان پوځي حالت :
د سيګار د موسسې په همدې راپور کې راغلي، چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې امريکا د افغان پوځ لپاره ۶۴ مليارده ډالره ورکړي.په کابل کې د شته حاکميت په قول دا پيسې په ۳۵۰ زره افغان ځواکونو لګېدلي، خو سيګار وايي د دې پوځونو څه ناڅه برخه خيالي ده. دغه راز، د امريکا پوځيانو په وينا د افغاني خاورې د ۱۰۰ څخه ۶۳ د حکومت او نوره د مخالفانو په ولکه کې ده. دا خبره يو څه سوچ غواړي. د هېواد پر کليوالیو برخو د سرکاري چوڼۍ ګانو څخه پرته د طالبان او ښاري حوزو حکومت برلاسی دی. دبیلګې په ډول، هلمند د افغانستان د ټولې خاورې يوولسمه برخه مساحت لري او په زياته خاوره يي طالبان حاکم دي، خو په کابل چې ۶ مليونه وګړي په کې ژوند کوي حکومت برلاسی دی. په دې اساس سړۍ ويلی شي، چې د افغانستان د د وګړو په زياته برخه به حکومت او د خاورې په ډېره برخه به د طالبانو د خرپ او ترپ ولکه وي.
د ښکاره مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې د افغانستان جګړې ۲۳۰۰ امريکايي مورګانې بورې کړي. ۲۵ زره امريکايي ځوانانو پيغلو څخه يې د وجود اندامونه خوړلي او په لس ګونه زره نور له روحي ناروغيو سره لاس او ګریوان دي.د افغانانو د مرګ ژوبلې سمه کوټلې شمېره نه ده مالومه، خو د ځینوراپورونه پر بنسټ۳۰۰۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.
د افغانستان روان جنګ کې هغه ټولې پولې نړول شوي، چې ملي، حقوقي او انساني بنسټونه لري. جګړه د ټولنيز ژوند په يوه برخه اوښتې، همدا اوس اوس هلې ځلې روانې دي، چې د افغاني ټولنې دا پاتې اقتصاد او خلک په جنګي اقتصاد، او جُرمي اقتصاد پورې داسې وتړل شي، لکه څنګه، چې د افغان حاکميت د زورواکانو يوه برخه د جګړې زکات خواره او ميراث خواره ګرځېدلي دي.
۳سياسي دولتي جوړښت:
د افغان لانجې ریښه سياسي يا دولتي تشه ده، تر هغې، چې افغانستان کې زموږ د ملي کرکټر، بشري غوښتنو او جغرافيوي واقعيتونو سره برابر ګډ انډوليز حاکميت نه وي جوړ شوی، ملت جوړېدنه، سوله، انساني حقونه او ديموکراسي، خبرونه او شعارونه دي، چې عمل سره پيوند نه لري.اوس چې ۲۰۱۷ کال دی د افغان کشالې داخلي او خارجي اړخونه په هماغو کږو لارو روان دي چې شوروي امپراتوري او د هغې کابلي انډيوالان يي له کمره نه وغورځول. افغانستان د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو داسې کور دی، چې په شريکه يې ساتلی. په بهر کې جوړ شوي واکداران ځيراځي مګر ملت د تل لپاره ژوندی وي. زموږ په تاريخ کې هغه رژیم سوله او ملي يووالی نه دی راوستی، چې د بل چا په لاړو لوند وي.
په بحرانونو يا د بحران جوړولو په تيوری د حکومت موده تيره شوې. نن ورځ دنيا او په ځانګړي توګه اسيا د بحران د مفکورې پر ځای د ستونزو په ډله ايزو حل لارو کار کوي. اوس هغه زمانه نه ده، چې افغانستان د جهاد ميراث وګڼل شي او يا ملتونه د زور حکومتونو ته غاړې کېږدي.پوره ۱۶ کاله وشول ،چې د افغانستان دولتي جوړښت د زور د خاوندانو په برخو وېشل شوی. د هېواد په هره برخه د هغه چا حکمراني چلېږي، چې له چا سره په هماغه ځای کې ډېرې پيسې، ډېرې وسلې او د ساتنې لپاره يې ناوړه واسطې او رابطې موجودې وي.
له ديموکراسۍ خصوصا ليبرل ديموکراسۍ سره له دې نه ستره جفا نشي کېدای، چې د يوه حاکميت ستنې په زور، وسله، معاملوته په جوړ شوی مذهبی، قومي، ژبني جوړښت ودرول شوي وي. خلک يې د محروميت دلاسه د کلو نه ښار ته او د ښار نه بهر ته پښې وباسی، په داسې حال کې، چې د ډیموکراسۍ نغاره ډنګول کيږی.
۴د افغان کشالې د حل لپاره مرحلوي کار
د افغانستان جغرافيوي، موقعيت، د يوې نيمې لسيزې او دوه نيمو لسيزو ډول ډول جګړو مداخلو، د اجنبي تيوريګانو ازمويلو،د اسلام نه د دولت پر ضد او دولت جوړښت کې په خپله خوښه استفادو، او د قوم ژبې، مذهب په نومونو جګړو مونږ او نړیوالو ته دوه سبقونه راکړي.
۱: په افغانستان کې بېواکه، خيراتخور، سرټيټی او په يوه داخلي يا خارجي اړخ پورې تړلی رژيم زمونږ د هېواد د جغرافيوي موقعيت او کورني بشري جوړښت سره پيوند نه اخلي. خصوصاً وروستنی منطقوي بدلونونه د دې ګواه دي، چې په افغانستان ، سيمه او نړۍ کې انډوليز نظام اړين دی.موږ چې زمانې څومره د ګاونډيو هېوادونو او سترو دولتونو، په ځانګړي توګه د امريکا د متحده ايالاتو دوستۍ ته اړ کړي يو، د هغه لسمه برخه مخالفتونه مو دومره ژوبلوي، چې دوطن شتون مو د سوال لاندې راځي.
۲: د افغانستان طالبان، د امريکا متحده ايالات او د هېواد نور کورني زورواکان هر يو په دې پوه دي، چې يو بل داسې نشي ځپلی، چې په قبر يې د فتحې جنډه ودروي او هغې ته بيا د سولې نوم ورکړي.، په دوی کې د دوو اساسي اړخونو مهمو ستراتيژيکو غوښتنو ته پام په کار دی. په دغو اهدافو کې د هغو غوښتنو په نښه کول اړين دي، چې يو د بل سره نېږدېوالی لري. څنګه، چې د نظام ړنګول د حل لاره نه ده،همداسې د مفسدو او شريرو قواوو په حاکميت کې ساتل د افغانستان ستونزه نشي حلولی، څک روان بحران له بیخه همدغو شريرو،مفسدو او تالاګرو قوواو مېنځته راوړی.موږ اړ يو مثبت ارزښتونه، چې له هر چا سره يا هر چېرته وي، راټول کړو. د ټولنې نننی واقعيتونه ومنو او زموږ د خاورې د جيوپولتيک، جوړښت ته په غړولو سترګو وګورو ترڅو په يوه زماني چوکاټ کې په هغو مشکلاتو او غوښتنو د خبرو يا موافقې وخت ولرو چې دواړو عمده اړخونو ته عمده ستراتيژۍ بلل کېږي.