تاند- د افغانستان د جګړې په بري کې له نهیلۍ سره سره ولسمشر ډانلډ ټرمپ له هغه انتخابه لاس واخیست چې پر اساس یې ویل شوي و چې نوموړی له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپينې ماڼۍ چارواکو پر دې پلان غور پیل کړی و چې له افغانستانه ټول ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان باسي او په افغانستان کې خپل ماموریت عملاً پای ته رسوي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې ځینې چارواکو په ځانګړي ډول مخکښ ستراتیژیست سټیف بنن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو وړاندیز کړی و خو نورو افغانستان ته د ۳۹۰۰ اضافي پوځیانو د لېږلو ملاتړ کاوه.
ورځپاڼه وايي، سپینې ماڼۍ بالاخره له افغانستانه د ټولو یا یو شمېر پوځیانو د ایستلو نظر رد کړ.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د باوري سرچینو له قوله وايي چې په سپینه ماڼۍ کې نور دا نظر یو مخ رد شوی چې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان باید وایستل شي.