تاند- په داسي حال کې چې امریکايي رسنیو افغانستان ته د ۳ زره او ۵ زره ترمنځ د نورو ځواکونو د لېږلو د احتمال په اړه تبصرې کولې، تازه راپورونه وايي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډانلډ ترمپ د جګپوړو پوځي چارواکو او د ملي امنیت سلاکارانو له لوري په نوې ستراتیژۍ کې، چې تېره میاشت تصویب شوه، لږترلږ د ۵۰ زره ځواکونو د لېږلو غوښتنه شوې ده.

سټار انډ سټرایپس خپرونې د استخباراتي شبکو د ارزونو د پټ سند پر اساس ویلي چې امریکايي چارواکو منلې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره ۵۰ زره امریکايي پوځیانو ته اړتیا ده.

خپرونه وايي، د امریکا استخباراتي او د ملي امنیت هغو چارواکو، چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ په اړه یې معلومات لرل، ورته ویلي چې د پنځوس زره ځواکونو د لېږلو د پرېکړې مسوده په اپریل میاشت کې تصویب شوې ده.

دوی ویلي چې که د ملي امنیت شورا دا پلان ولسمشر ټرمپ تایید کړ، نو تر ۵۰ زره زیات امریکايی پوځیان به په افغانستان کې پکار وي.

د دې پلان عملي کېدا به د امریکا هغه پالیسي یو مخ بدله کړي چې د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په مهال تصویب شوې وه او پر اساس یې امریکايي پوځیان له جګړې راګرځول شوي وو او په تدریجي ډول له افغانستانه وتل.

د طالبانو له لوري د حملو شدت د دې سبب شو چې امریکا او اروپايي متحدان یې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو بیا غور وکړي.

طالبانو ظاهراً ویل چې د بهرنیو پوځیانو وتل غواړی خو کله چې بهرني پوځیان ووتل طالبانو د سیمو د نیولو هلې ځلې تر پخوا زیاتې کړې.

لوېدیځ چارواکي وايي، اوس چې لا طالبان د ښارونو او ګڼ نفوسو سیمو په نیولو بریالي شوي نه دي، ښه دا ده چې د هغو د نور پرمختګ مخه ونیول شي.

2 thoughts on “ولسمشر ټرمپ به افغانستان ته د ۵۰ زره نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه وکړي”
  1. موږ خو امریکا سره امنیتی قرارداد لرو ، چی دا نوی پوځیان د قرارداد له مخی راځی که نه دا د جهادیانو په سهمیه کی دی. جهادی رهبرانو خو هریوه دا ۱۶ کاله خپله سهمیه امریکایی عسکر راوستل او فکر کوم دا ۵۰۰۰۰ عسکر به د ۲ جهادونو رهبر سهمیه وی، د ده برخه پاته وه، اخر ده خو ډبل جهاد کړی- دا د بی پایه جنګ پیغام دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *