تاند- د ټایم مجلې د راپور له مخې، د ډګرجنرال جان نیکلسن پر ځای په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان په توګه د ډګرجنرال اسټین سکاټ میلر له ګومارلو داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د اوسني کړچار (اپروچ) د بدلولو اراده لري.
میلر، چې ۳۵ کاله په پوځ کې تېر کړي، د ډېرې مودې لپاره د خاص عملیاتي ځواک قوماندان پاتې شوی دی.
سپینې ماڼۍ تراوسه پورې د نیکلسن پر ځای د میلر د ګومارلو په اړه څه نه دي ویلي خو دا خبر لومړی پلا وال ستریټ ژورنال خپور کړ او وروسته نورو رسنیو هم د باوري سرچینو په قول تایید کړ.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي و، پنتاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي، تر هغو چې په دې اړه رسماً اعلان نهوي شوی، څه نهوایي.
د ټایم مجلې د راپور له مخې، میلر ته په یوه خورا حساس وخت کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومانده په لاس ورکول کېږي؛ له یوې خوا طالبانو او داعش حملې زیاتې کړي او له بلې خوا افغانستان انتخابات په مخکې لري.
میلر به له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو نهم قوماندان وي خو دی به د ولسمشر ټرمپ له لوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لپاره لومړنی ګومارل کېدونکی قوماندان وي.
میلر د سومالیا، عراق او افغانستان په عملیاتو کې څو ځلې برخه اخیستې ده.