تاند- سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن /دوشنبه/ د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې پوځي ستراتیژي اعلان کړي.

د اې بي سي د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې، چې د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته یې خپره کړه، ویلي چې ولسمشر ټرمپ به د واشنګټن په وخت د شپې په ۹ بجې (د افغانستان د سهار ۸ نیمې) واشنګټن ته څېرمه د ارلینګټن په فورټ مایر پوځي قشله کې د افغانستان او د جنوبي او لوېدیځې اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په باب پوځیانو ته وینا وکړي.

پرون امریکايي رسنیو وویل چې له نوې ستراتیژۍ سره سم ټاکل شوې ده چې امریکا افغانستان ته ۴ زره نور سرتېري واستوي او پر پاکستان فشار زیات کړي چې د تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي.

خو له دې سره سره د امریکا دفاع وزیر جېمر ماتیس ویلي و چې له افغانستانه د ټولو قواوو د ایستلو په شمول پر راز راز انتخابونو غور کېږي.

 ټرمپ او دفاع وزیر ماتیس ویلي چې د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه وروستۍ پرېکړه د کمپ ډیوید په غونډه کې شوې ده.

د یکشنبې په ورځ ټرمپ په یوه پیغام کې چې په ټویټر کې یې خپور کړ، وویل« په کمپ دیوید کې مو له خپلو تکړه جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړه. د افغانستان په ګډون پر ګڼو مسلو پرېکړې وشوې.»

وروسته دفاع وزیر ماتیس هم تایید کړه چې پرېکړه شوې خو ده ونه ویل چې څه وړ پرېکړه شوې ده.

ماتیس وویل چې دا ستراتیژي تر افغانستان ورهاخوا ټوله جنوبي اسیا ورنغاړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *