عزيزاحمد تسل –
تېره شپه د لوی کندهار شاوخوا (۵۰۰) لوستو ځوانانو له ولسمشر اشرف غني سره د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې وکتل، په دغه کتنه کې ولسمشر د لوی کندهار له ځوانانو وغوښتل چې د نظام په جوړ ولو کې ور سره مرسته وکړي او پر کندهار د څلویښت کلن حاکم ناورین پاڼه بدله کړي او کندهار یوځل بیا د افغانستا هغه زړه وګرځوي کوم چې څلويښت کاله پخوا و.
ولسمشر د لوی کندهار د ځوانانو یو والی و ستایه او هیله يې وکړله چې د افغانستان د اباد ولو لپاره یو مټی شي او ده ته د لوی کندهار د امنیتي او تعلمیي وضعیت د ښه کولو تر څنګ د هر ډول رغنیزو کارونو لپاره ترحې وړاندې کړي.
نوموړي د لوی کندهار د ټولنې له استازو څخه وغوښتل چې د یادې سیمې د کدرونو لیست برابر او ده ته وړاندېدې کړي، تر څو د افغانستان په هر ولایت کې د لوی کندهار ځوان کدرونه د نظام د پیاوړتیا لپاره په دندو وګوماري.
اشرف غني وویل کندهاریان هم باید د ننګرهاریانو په شان د افغانستان هر ولایت ته ولاړ شي او هلته د حکومتي ادارو د پياوړي کولو لپاره په قوت کار وکړي.
په دغه دوه ساعته ناسته کې د لوی کندهار د ټولنې مشر شریف عليزي او هیلې بارکزي د کندهار د اوسني ترینګلي امنیتي وضعیت او په خاصه د ښځو د تعلیم او رغتیا په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.
شریف علیزي وویل:«موږ په کابینه او ټیټو بستونو کې د لوی کندهار حق په مشروع توګه غواړو، او د نظام د پیاوړتيا لپاره هیله کوو چې د لوی کندهار کدرونه په دندو وګومارل شي.»
همدارنګه يې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د تعلمي کمزوري سیستم د پیاوړي کولو او د بیا رغونې د کارونو تر څنګ دې په کندهار کې نظامي پوهنتونو او سمارټ (ځیرک) ښوونځي جوړ شي.
بل پلو د ښځو په استاز ولۍ هیلې بارکزۍ په کندهار کې د ښځو پر تعلمي، روغتیايي او ټولنیز ناوړه وضعیت خبرې وکړې، نوموړې وویل چې د یادو ولایتونو په مرکزونو کې د ګوتو په شمېر ښوونځي لري، همدارنګه يې غوښتنه وکړله چې د ښځو لپاره ځانګړی پوهنتون او په ښځینه ښوونځیو کې د ښځینه معلمینو مقررۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.
له اختر وروسته د ولسمشر اشرف غني دا دویمه لویه لیدنه ده چې د یو شمیر ولایتونو له ځوانانو سره تر سره کیږي، تېره جمعه د لویې پکتیا ځوانانو هم له ولسمشر سره کتلي او خپلې ستونزې يې ورته وړاند کړې دي.