د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال جام ته تر روانیدو مخکې په ارګ کې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه او د کرکټ ملي لوبډلې سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان کرکټ عمومي رییس نسیم الله دانش ، اجراییه رییس شفیق الله ستانکزی، د لوبډلې مدیر بشیر ستانکزی، نورو مسوولینو او د ملي لوبډلې لوبغاړو شتون درلود.

تر هر څه مخکې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش له ښاغلي ولسمشر څخه مننه وکړه، چې نړیوال جام ته تر روانیدو مخکې یې ملي لوبډلې سره ولیدل او دوی یې رخصت کړل.

هغه زیاته کړه، چې دې کار سره د ملي لوبډلې مورال اوچت شو او اوس به دوی په لوړ مورال سره چې د هیواد د ولسمشر ملاتړ ورسره وي، نړیوال جام کې ګډون کوي.

نسیم الله دانش دغه راز ولسمشر ته د نړیوال جام او دافغانستان د لوبو په اړه معلومات ورکړل او له ولسمشر یې وغوښتل چې که وخت ولري ، نو دافغانستان د لومړۍ لوبې نندارې لپاره چې له بنګله دیش سره ترسره کیږي، اسټرالیا ته سفر وکړي.

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې دافغانستان د کرکټ د نور پرمختګ لپاره د کرکټ د ادارې بودیجه زیاته کړه. دغه راز نسیم الله دانش زیاته کړه، چې پخواني ولسمشر د ملي لوبډلې لوبغاړو ته اپارتمانونه منظور کړي وو، خو یو شمیر لوبغاړي پاتې دي، هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې پاتو لوبغاړو ته هم د اپارتمانونو د ورکړې منظوري ورکړي.

د کرکټ بورډ مشر وویل چې له پاکستان سره یې د کرکټ د پرمختګ لپاره خبرې کړي او ویې ویل چې د هندوستان په ګډون له نورو هیوادونو سره یې هم خبرې روانې دي.

1د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنې او تمریناتو په اړه معلومات ورکړل او له کرکټ بورډ یې مننه وکړه، چې دوی ته یې لازم امکانات برابر کړي.

د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان نبي عیسی خیل له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې د کرکټ لوبغاړي یې تل نازولي او ددوی غږ یې اوریدلی دی، هغه ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي او هیواد ته به ویاړ راوړي.

نوموړي له ولسمشر څخه ددې مننه هم وکړه، چې د کرکټ په اداره کې یې په وخت تغیرات راوستل او دا بدلونونه یې دادارې په ګټه وبلل.

د کرکټ بورډ اجراییوی رییس شفیق الله ستانکزي هم ولسمشر ته د نړیوال جام د تیاریو او د نړیوالې شورا لخوا افغانستان ته د ( ایف ټي پي) دریځ ورکولوپه اړه معلومات ورکړل.

هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کرکټ لوبه کوونکو هیوادونو ته دسفرونو پر مهال باید له هغوی سره د کرکټ د پرمختګ په اړه هم خبرې وکړي. ده وویل چې دوی له یو شمیر شرکتونو سره د مالي ملاتړ لپاره خبرې پیل کړي، خو له حکومت یې وغوښتل چې ددوی ډیره همکاري وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ملي لوبډلې او د کرکټ بورډ اداري مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دی او ټول هیواد وال لاس په دعا دي چې ملي لوبډله له نړیوال جام څخه ډک لاس هیواد ته ستنه شي.

هغه زیاته کړه، چې ملي لوبډلې تر هیواد ته ویاړونه راوړي دي او د هیوادوالو د خوښۍ سبب ګرځیدلي یاست او تاسو د ښو اخلاقو نوم ګټلی دی.

ولسمشر اشرف غني د ایف ټي پي ددریخ په ترلاسه کولو د کرکټ بورډ ادارې ته مبارکي وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې له دې فرصت څخه باید ډیره ګټه پورته شي.

نوموړي وویل چې په اسټرالیا کې یې دافغانستان سفیر ته هدایت کړی چې د نړیوال جام پر مهال د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره هر ډول مرسته او همکاري وکړي.

هغه ژمنه وکړه، چې د کرکټ د ملي لوبډلې پاتو لوبغاړو ته هم اپارتمانونه ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنیزې کمیټۍ غړي رییس احمدزي ددې لیدنې پر مهال ولسمشر ته شکایت وکړ، چې یو شمیر چارواکي ددوی په کارونو کې لاسوهنه کوي، او له ولسمشر څخه یې ددې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل چې کرکټ اوس یوې مهمې مرحلې ته رسیدلی دی او که چیرې یې په کارونو کې لاسوهنې دوام وکړي، نو د افغانستان کرکټ به له زیان سره مخامخ شي.

ولسمشر ډاډ ورکړ، چې ددې کار مخه به ونیسي او زیاته یې کړه، چې د کرکټ د ادارې چارواکي وړ کسان دي او پخپلو کارونو ښه پوهیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *