خبریال: ابوبکر جبارخېل:- پاکستانۍ تلویزیون جیونیوز وايي، افغان ولسمشر حامد کرزی چې نن دوشنبه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته رسیدلی، د دې هیواد له لومړي وزیر میانوازشریف سره یې ولیدل او له دې وروسته به له پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره هم وګوري.

سرچینه د پاکستاني چارواکو له خولې وايي په دغو لیدنو کتنو کې به ولسمشر کرزی د دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې، سیمې پر حالاتو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وکړي.

اسلام آباد ته نن سهار د ولسمشر کرزي په رسیدو سره په نړیوال هوايي ډګر کې افغان پلاوي ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز لخوا هرکلی وویل شو.

په دغه یوه ورځني سفر کې له ولسمشر کرزي سره  د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال،  د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي، د امنیت د لیږد کمیسیون مشر  ډاکټر اشرف غني احمدزی، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر عبدالکریم خرم ملګري دي.

یاده دې وي، چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي دا شلم سفر دی چې ترسره کیږي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

4 thoughts on “ولسمشر کرزي او نوازشریف دوه په دوه سره ولیدل”
  1. په بښنې چې د ناستې جزیات په کې نه ول. دویم دا چې سرتاج عزیز هرکلي ته نه و ورغلی بلکې د سرحداتو او کډوالو چارو وزیر ورغلی و او بله دا چې زاخېلوال تېره ورځ پاکستان ته تللی و د کرزي د سفر ملګری نه و

  2. وایي میاشت له اولې معلومېږي. دا سپي دي، د سپیو چې تر څو غاښونه مات نه کړای شي خامخا خوړل کوي. دا دومره لوی لښکر ته یوازې سرتاج عزیز د هرکلي له پاره ولاړ وه؟ دا پخپله د افغان هیئت سپکاوی دی. بله دا چې آیا دا دومره کسانو په کابل کې نور کارونه نه لرل چې ټول له یوې مخې تلل؟ د افغانانو له پاره د دې اوږدمهالې ستونزې د حل او د عزت او وقار یوازنۍ لاره دا ده چې له هند سره خپل هر اړخیز روابط کلک کړي؛ تعلیم تعلیم تعلیم او د هغوی له تعلیمی بورسونو نه کار واخلي او په پوځي برخه کې د هندي افسرانو له خوا وروزل شي.

  3. یویشتم سفر به هم د تیرو سفرونو په شان ناکام وی، بهتره خو داوه چه کرزی نباید پاکستان ته تللی وای او دهغه په ځای یی یو وار بیا هند ته سفر کړای وای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *