ولسمشر حامدکرزی د ایران نوې ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني ته مبارکي وویله.
نوموړي د افغان ملت په استازیتوب، روحاني ته د ګاونډي هیواد ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثریت رایو ګټلو له امله مبارکی ورکړې، او هیله یې ښودلې چې دواړه هیوادونه به یو ځل بیا خپلې ترینګلي اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.
په ټاکنو کې ۷۲.۷ د رایي وړ خلګو برخه اخیستي وه، او روحاني تر ټاکنو یوه ورځ وروسته د دې هیواد ولسمشر اعلان شو، نوموړي د ۵۰.۷۱ سلنه رایو په ګټلو سره خپل سیالان شاته پرېښودل.
د ایران دوو پخوانیو ولسمشرانو اکبر هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي د روحاني ملاتړ کاوه.
د کابل او تهران اړیکې وروسته له هغه نورې هم ترینګلي شوې چې د ایران سرحدي پولیسو هغه افغانان په ډزو ووژل چې هغه هیواد ته یې په ناقانونه ډول د ور اوښتلو هڅه کوله.
څه موده وړاندې په کابل کې مدني ټولنو د ایران پر ضد لاریون کړی و، او دا هیواد یې په افغانستان کې په لاسوهنو او دښمنۍ تورن کړی و.