تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په نوي ډیلي کې د سوریې له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې په دغه هیواد کې د بشریت پرضد پربوږنده جنایتونو ژوره خواشیني وښوده.

ښاغلي کرزي، چې په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، د سوریې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د سوریې خلکو د نړۍ د ځینو هیوادونو او د سیمې د یو شمېر دولتونو په خاطر، چې غواړي متمدنه سوریه ویجاړه کړي، خورا لوړه بیه پرې کړې ده.»

کرزي په سوریه کې د انسانانو پرضد پرجنایتونو ژوره خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل چې دوی دا بدې ورځې د یو شمېر هیوادونو د ناسمو دریځونو په خاطر ولیدې.

د افغانستان ولسمشر وویل:«څه چې په سوریه کې تېرېږي د ژورې خواشینۍ وړ دي. سوریه قرباني ده او سوریه وال تر ټولو لوی بایلونکي.»

د سوریې د تېرو څه باندې دوو کلونو په جګړو کې د دغه هیواد واکمن رژیم هم د قدرت د ساتلو لپاره له هیڅ راز تشدد او زورزیاتي څخه ډډه نه ده کړې.

د رژیم په وړاندې سخت دریځو په تېره بیا هغوی چې له نورو هیوادونو څخه دغه هیواد ته د «جهاد» په نوم تللي داسي ظلمونه کړي چې نورمال انسانان یې تصور کولی نه شي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې چې په ۲۰۱۱ م کال پیل شوې ده تر اوسه پوري تر یو لکو  زیات خلګ وژل شوي دي او تر دوو ملیونو زیات کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سوریې په روانه جګړه کې لږترلږه ۱۱ زره مېرمنې وژل شوې دي، پر څه باندې ۷۵۰۰ جنسي تېري شوي دي.

راپورونه وايي چې د دغې جګړې په ترڅ کې تر ۱۱ زرو ډېر سوري ماشومان هم وژل شوي دي.

سعودي عربستان، ترکیه، اردن، مصر، قطر، متحده عربي امارات او ډېر نور سني هیوادونه د سوریې د رژیم مخلف دي خو ایران، عراق او د لبنان حزب الله د سوریې د رژیم ملاتړ کوي ځکه چې د سوریې واکمنان اسماعیلي مذهبه دي چې شیعه ګانو ته ځانونه نژدې ګڼي.

One thought on “ولسمشر کرزي د سوریې د خلکو غمیزه د ځینو هیوادونو د غلطو پالیسیو نتیجه وبلله”
  1. کرزیه د خپلو غلطیو مخه ونیسه، حکومت دې اصلاح کړه، د فساد مخه ونیسه، او بیا پر نورو تبصره کوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *