په هرات کې نن سهار ځينو وسلوالو د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار رنګين دادفر سپنتا ورور په ډزو وواژه.
چارواکي وايي احمد ولي طاهري په هرات ولايت کې ووژل شو.
ولسمشر کرزي دغه پېښه غندلې ده. په همدې حال کې ايساف ځواکونو هم په يوه اعلاميه کې دغه پېښه په کلکه غندلې ده.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزيف ډنفورډ ويلي د افغانستان دښمنانو د انسانانو ژوند ته د بې احترامۍ ثبوت وړاندې کړ.
وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلى دى. د هرات چارواکي وايي د پېښې په تړاو يې مشکوک کسان نيولي دي.
وسلوالو طالبانو ويلي وه چې د خپلو پسرلنيو عملياتو پر مهال به پر افغان او بهرنيو چارواکو بريدونه زياتوي.
الحمد الله چي یو بل خاین کس هم کم شو !! دا هره ورځ جي د ناټو او امریکایی پوځیانو له خو ا څخه زمونږ په غریب اولس باندی راکټی او ددوی د چورلکو له خوا بمبار کیږی دا ولی کرزی صاحب نه غندی څوک خوږمن نه لرو د الله نه ماسوا نو له الله څخه می دا غوښتی چی الله د په خپل لو قدرت سره دغسی چی انګلیس او ورسیه دلته تور مخه وګرزول دغسی د امریکا او دد لوی کافر پلویان په شمول د افغانی غلمان له منځه یوسی آمیین