تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ وویل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه باید د روان اګست ترپایه اعلان شي.

ښاغلي کرزي دا خبره د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وکړه.

په کتنه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش پر روان بهیر هم خبرې وشوې.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي د انتخاباتو د نتیجې د ځنډېدو د منفي اغېز په اړه وویل چې د انتخاباتو جنجال د هیواد پر امنیت او ثبات منفي اغېز شیندلی دی.

ده ټینګار وکړ چې د انتخاباتو نتیجه باید د هغه مهالوېش پر اساس اعلان شي چې وړاندې پرې موافقه شوې ده (روان اګست) او نوی ولسمشر په همدې میاشت کې واک ترلاسه کړي.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل چې په ملیونونو افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او له څو میاشتو راهیسې د خپلو رایو نتی��ې ته انتظار دي، دوی غواړي چې هیواد یې نوی ولسمشر او نوی حکومت ولري او د هیواد چارې په عادي ډول پر مخ لاړې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *