د۱۳۹۳ لمریز کال د وري۱۹مه

د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی هم حاضرو، د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو په هېواد کې د کانکور  په اوسنی سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

دوی همدا راز د لوړو زده کړو د وزارت له تشکیل څخه د باندې د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره  د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې د غړو د نظرونو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ته لار ښوونه وکړه چې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره دې د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي ترڅو له مخې یې لازم تصمیم ونیول شي.

One thought on “ولسمشر کرزي د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې له غړو سره وکتل”
  1. دا محترم استادان دا ۱۳ کاله چیری وو چی اوس کرزی صاحب کډی بارولو ته تیاری نیسی او دوی د کانکور په سیستم کی د اصلاحاتو غوښتنه کوی. د استادانو لپاره پکار وه چی د راتلونکی ولسمشر اشرف غنی سره یی دا ستونځی شریکی کړی وای او یو څو ورځی یی نور هم صبر کړی وای.

ځواب دلته پرېږدئ