تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابینې غړیو ته لارښوونه وکړه چې له جوړ شوي پروګرام سره سم دې نوي حکومت او ولسمشر ته مسوولیتونه ولېږدول شي.

ښاغلي کرزي پرون د خپل حکومت وزیرانو ته وویل، له راتلونکي حکومت او ولسمشر سره همکاري او مرسته د ټولو دولتي کارکوونکو ملي مسوولیت دی.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم ښاغلي کرزي د کابینې په غونډه کې یو وار بیا وویل چې پردي د افغانستان د ناامنیو مسوولیت په غاړه لري، دوی غواړي چې افغانستان یو کمزوری هیواد او دولت وي.

ښاغلي کرزي همداراز وویل، پردي هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې نفاق او ناامني رامنځته شي.

د افغانستان ولسمشر په دې تاکید وکاوه چې د افغانانو قدرت په یووالي کې دی.

ده غوښتنه وکړه چې افغانان باید له ترخو تجربو، په ګاونډیو هیوادونو کې له مهاجرتونو او بې کوریو عبرت واخلي او د خپل راتلونکي حکومت او ولسمشر د ملاتړ لپاره لاسونه سره ورکړي.

ولسمشر کرزي دا څرګندونې د کابینې په غونډه کې په داسي حال کې وکړې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په پروسه کې لا د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ جنجالونه نه دي ختم شوي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند په وینا د ځینو صندوقونو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ په ساعتونو بحثونه کېږي. دا هغه مسله ده چې په ټاکلي وخت، یعني د روانې میاشتې تر پایه د انتخاباتو د پایلو د اعلان په اړه شکونه پیدا کوي.

خو په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش د پروسې د چټکولو لپاره یې ۲۰ نور کاري ټیمونه ګومارلي او په راتلونکو څو ورځو کې به د رایو د ابطال لړۍ پیل شي.

د رایو د تفتیش د بهیر له پیله تر پرون پوري د شاوخوا شپږ نیم زره صندوقونو رایې د کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې تفتیش او بیا شمېرل شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *