د افغانستان ولسمشر حامدکرزي، د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلو له لوبغاړو سره په ارګ کې وکتل، د هغوی بریالیتوبونه یې وستایل او په میډالونو او نغدي جایزو یې ونازول.

د افغانستان د کرکټ د زلمکو ټیم په مالیزیا کې د عربي متحده اماراتو او ملي لوبډلې په شارجه کې د کینیا د کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال نړیوالو لوبو ته لاره وموندله.

1په دې مراسمو کې چې مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، حامدکرزي د کرکټ د ملي لوبډلې او زلمکیو ټیم لوبغاړو ته د وروستیو بریو په خاطر مبارکي وویله او ویې ویل دا بریاوې له دې کبله هم د اهمیت وړ دي چې کینیا د کرکټ په برخه کې ۱۱۴ کاله سابقه .

ښاغلي کرزي د کرکټ د دواړو لوبډلو لوبغاړوته وویل:« تاسو پخپلو نویو او سترو بریالیتوبونو افغانستان د کرکټ نړیوالو سیالیو ته و رساوه چې دا د افغانستان د خلکو لپاره لوی عزت دی.»

حامدکرزي وویل: «تاسو پخپلو دغو بریاوو د افغانستان عزت او نوم لوړ کړ او په نړۍ کې مو ورته نیک نوم وګاټه.»

ولسمشر د کرکټ لوبغاړي وهڅول چې له خپلو کامیابیو سره سره دې همیشه هڅه وکړي چې ځانونه له پخوا لازیات پیاوړي کړي.

a1د مراسمو په پای کې د کرکټ د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلې لوبغاړو، روزونکو، د کرکټ لوی رئیس او همکارانو د لا هڅونې په نیت د ولسمشر حامدکرزي لخوا د کرکټ  د ملي لوبډلې او د کرکټ د تنکیو ځوانانو د لوبډلې هر لوبغاړي ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال، د ښار جوړونې وزارت د خواجه رواش پروژې د استوګنې په بلاکونوکې یو دوه اتاقه آپارتمان او سل زره افغانۍ نغدي مکافات او د کرکټ بورد رئیس او نورو همکارانو ته یې د غازي میربچه خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل شول.

لوبغاړي ته!

اسمعيل لاروی

چې سهار شي، ښوونځی په سرور لامبي

په لوبغالي کې لګيا زر ماشومان وي

د کرکټ، فوټبال او نورې لوبې کاندې

ښوونځی د محبت چيغو ودان وي

درز شي، دوړي شي او وېره رانازله

په ژړا کې شي، د مينې چيغې ورکې

ماشومان له ترهې هرې خوا ته ځغلي

او له دوړو څخه بوی راځي د کرکې

يو ماشوم ټوټې، ټوټې په ډګر پروت دی
او غونډوسکی يې په خپلو وينو رنګ دی

بل نيم ژواندی د ښوونکي غېږ کې رپي

زره چاودی بل لېږ هغه، خوا، را ړنګ دی

ښوونځی زياتي هغه ښوونځی نه وي

د وحشت او د ماتم سپي پکې غاپي

په لوبغالي کې نور شور د لوبو نه وي

د ژړا او د لوی غم سپي پکې غاپي

د دې پېښې يو تصوير دې جېب کې کېږده

د نړۍ هر زورور ته يې ور ښايه

نوره لوبه د جنګ بس ده، هوادارو!

دا زما د وطن حال دی، ورته وايه

ته لوبغاړی يې او ځې تر هر ځايه

خلک وايي، چې د سولې پيغمبر يې

ته زما د سپېرې خاورې اوسېدونکی

ته د جنګ په ناورينونو ښه خبر يې

One thought on “ولسمشر کرزي د کرکټ لوبغاړي په جایزو او میډالونو ونازول”
  1. دکرزی صیب د دغه مرستو اوتشویق نه یوه نری مننه چی زموز ملی اتلان یی ونازول کاشکی هر چازموز ملی ویارونه او اتلان دغسی نازولای. آفرین آفرین پر کرزی صیب

ځواب دلته پرېږدئ