تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن له هغې لس کلنې نجلۍ سره وکتل چې په هلمند ولایت کې د طالبانو له لوري ځانمرګي برید ته اړ ایستل شوې وه.
سپوږمۍ د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې مخکې تر دې ونیول شوه چې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي.
د سپوږمۍ ورور، چې د طالبانو غړی دی، سپوږمۍ اړ ایستلې وه چې د ځانوژونکې حملې لپاره د چاودونکو موادو واسکټ واغوندي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم سپوږمۍ او پلار یې نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر سره وکتل.
ولسمشر اړوندو دولتي ادارو ته امر وکړ چې له سپوږمۍ او د هغې له کورنۍ سره د ژوندانه د ښو شرایطو د برابرولو لپاره مرسته وکړي څو سپوږمۍ د خپلو وروڼو ، خویندو او د کورنۍ له نورو غړیو سره زده کړه وکړای شي.
ولسمشر کرزي له ماشومانو څخه په بمي حملو کې کار اخیستل په کلکه وغندل، ویې ویل له ماشومانو څخه په دې ډول کار اخیستل غیراسلامي او غیرافغاني عمل دی.
طالبانو د سپوږمۍ په قضیه کې لاس لرل رد کړي و.
خو افغان امنیتي ځواکونو په ځلونو ویلي چې طالبان ډېر ځلي له ماشومانو څخه په ځانمرګو بریدونو کې کار اخلي او دوی په ځلونو ماشومان د ځانمرګو بریدونو له واسکټونو سره نیولي دي.