په تېرو څو ورځو کې داسې ګنګوسې دي چې ګواکي ځینې نوماندان د یو او بل په ګټه تېرېږي،  که څه هم دا کار د ټاکنو له ښه ترسره کېدو سره مرسته نه کوي؛ اما دا کارونه ددې لپاره ښه دي چې همفکره نوماندان سره یو ځای شي او په ګډه سره ټاکنیزې سیالۍ پر مخ بوځي.

له ډېرې مودې راهیسې دا روښانه وه چې ولسمشر کرزی به په حتمي ډول له یو نوماند څخه ملاتړ وکړي او هڅه به یې هم دا وي چې په ټول قوت سره هغه بریا ته ورسوي.  په ۱۱ نوماندانو کې کېدای شي۶ تنه نوماندان هر یو ډاکټر اشرف غني، عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، قیوم کرزی ګل آغا شیرزی او زلمی رسول له هغو نوماندانو څخه وشمېرل شي چې کولای شي د خلکو  رایې ترلاسه کړي.

بې له شکه به له همدغو کسانو څخه یو هم د حامد کرزي خوښه وي.  له ډاکټر اشرف غني، عبدالله عبدالله او قیوم کرزي څخه پرته به پاتې درېیو نوماندانو سره ولسمشر کرزی ستونزه ونه لري.  په دې نوملړ کې یوازنۍ کس قیوم کرزی دی چې ولسمشر کرزی نه غواړي هغه دې د هېواد راتلونکی ولسمشر وي.  څو دلیله لري، لومړی ښاغلی کرزی پر دې ښه پوهېږي که چېرې قیوم کرزی په ټاکنو کې بریالی شي که هغه په حقه هم وي په تاریخ کې به خپله حامد کرزی تر پوښتنې راشي چې له خپل ورور څخه یې ملاتړ وکړ او کامیابه یې کړ.  دویم دلیل یې دا دی چې ولسمشر کرزی دا نه غواړي چې له ټاکنو وروسته دې نور نوماندان ورته په یو سنګر کې شي او د میراثي قدرت د ساتلو له امله پر وړاندې غږ پورته کړي.

 له عبدالله عبدالله سره هم د کرزي جوړه نه ده، ځکه چې له یوې خوا عبدالله عبدالله هم ددې وړتیا نه لري چې راتلونکی دولت سم کړي، اداري فساد له منځه یوسي او د سولې لړۍ په سمه توګه مدیریت کړي او حتی ددې امکان شته چې وسله وال لا خپل بریدونو ته زور ورکړي او بیا کورنۍ جګړې ته لاره هواره شي له بلې خوا کرزی نه غواړي په راتلونکي دولت کې کوم موقف ونه لري او نه غواړي چې راتلونکی دولت یې پر وړاندې دوسیې پرانیزي او د پاکستان معاصر سیاست چې یو دولت د بل دولت پر وړاندې دوسیې پرانیزي او هڅه یې داوي چې خپل سیالان محاکمه کړي، په افغانستان کې هم دود شي.

  ډاکټر اشرف غني څنګه؟ ښاغلی کرزی پر دې ښه پوهېږي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مشهورې سیاسي څېرې چې اوسمهال د خلکو پر ژبه دي، هغوی هغه مهال ډېر مشهور شوي دي چې له هغوی څخه وروسته سیاسي چارواکي او حکومتونه له ناورین سره مخ شول او خلکو ته یې په سمه توګه چوپړونه وړاندې نه کړل، لکه له شهید سردار محمد داوود خان وروسته د کمونیستي نظام رامنځته کېدل  او شهید ډاکټر نجیب الله له حکومت وروسته د مجاهدینو او کورنیو جګړو پيل.  ولسمشر کرزی هم پر دې ښه پوهېږي چې راتلونکی دولت او چارواکي باید داسې کسان وي چې خلک دده د مشرۍ او دولت ارمان وکړي او تل د یوو ملي څېرې په توګه پر ژبه وي.

د ډاکټر اشرف غني له ګټو سره به یې دا خوب ریښتنی نشي؛ ددې لپاره چې ډاکټر اشرف غني د خپل کار په لړ که هغه د مالیې وزارت، کابل پوهنتون او یا هم امنیتي ځواکونو  ته د امنیتي چارو سپارل وو، په ډېر قاطعیت، وطن دوستۍ او صادقانه ډول داسې کړنې ترسره کړي چې د بل چا په وس کې نه دي.  هغه له تنخوا پرته خپل کار ته دوام ورکړ، د اداري فساد پر وړاندې یې مبارزه وکړه، په هغه مهال کې چې ټول جنګسالارن په لوړو څوکیو کې ول، دی ورسره لاس او ګرېوان شو او مالیه یې مرکزي کړه.

اشرف غني د هغو پروژو بنسټ کېښود چې له ښه مرغه نن  افغانستان په هغه برخو کې تر ډېره بریده یو څه لري او د اقتصاد د لوړېدو لامل یې شوی دی، لکه دمخابراتو، د ملي پیوستون او د وقایوي روغتیايي ستونزو د مخنیوي په برخه کې فعالیتونه.  ځينې کسان داسې تور لګوي چې کواګي ډاکټر اشرف غني چې تر ډېرې مودې دمالیې وزیر و داسې رغنده کارونه یې نه دي ترسره کړي.  دوی ته باید وویل شي چې په لومړي سر کې ډاکټر اشرف غني یوازې د یوې لنډې مودې لپاره د ۲۰۰۲ زېږدي کال د جولای له میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زېږدي کال تر دسمبره پورې وزیر و چې له بده مرغه په دولت کې د جنګسالارانو او خپله ولسمشر حامد کرزي له امله چې د زورواکو خبرو ته یې غوږ کېښود، له دندې ګوښه شو.

شاید لوستونکي د هغې نښتې په هکله چې له مارشال فهیم سره یې درلود او نې غوښتل لوکس موټرونه چې د مارشال فهیم په حکم له مالیې ورکولو معاف شوي وو او اشرف غني ورسره مخالفت وکړ خبر وي، یا هم د ملي دفاع وزارت د هغو ۲ سوه زره خیالي سرتېرو معاشونو نه ورکول، له اسماعیل خان، جنرال دوستم او عطا محمد نور څخه د مالیې مرکزي کول او داسې ډېر نورې کړنې.  ډاکټر اشرف غني د دولت یوازنۍ وزیر و چې په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې د آسیا د لویې وچې د تر ټولو ښه مالیې وزیر په توګه انتخاب شو او په دې ورستیو کې د نړۍ په کچه دویم مفکر چې توانېدلی دی خپل نظریات عملي کړي، وټاکل شو.

آیا ددې کارونو په ترسره کولو سره چې ډاکټر غني یې وړتیا لري راتلونکی دولت به یې له فساده ډک، د ولسمشر کرزي تر دورې په خیانت کې ډوب او یا هم زورواکو ته تسلیم شي، ځواب یې منفي دی او خپله ولسمشر هم پوهېږي چې د ډاکټر غني دوه کلن دولت به دده تر لسو کلنو ډېر ښه وي؛ همدې لپاره غواړي چې دده پر لارې ستونزې را ولاړې کړي او له داسې کس څخه د تقلب په زور ملاتړ وکړي چې تر ده ډېر ضعیف وي او خلک هم دده پر دورې ارمان ښکاره کړي.  پاتې درې تنه هر یو عبدالرب رسول سیاف، ګل آغا شیرزی او زلمی رسول هغه کسان دي چې ولسمشر به ورسره ډېر خوشاله وي او تر وسې به کوښښ وکړي چې له دغو کسانو څخه یو یې ولسمشر کړي؛ اما د ولسمشر حامد کرزي اصلي خوښه زلمی رسول دی، زملی رسول چې تر نورو پاتې نوماندانو تر ټولو ضعیف کس دی د خپل کار په موده کې یې چا جدیت او داسې خاص کار ونه لید چې دی له نورو څخه تفکیک کړي.

د ریپوټونو پر بنسټ د زلمي رسول د بهرنیو چارو وزارت د خپل تاریخ په تر ټولو ضعیف وزارت بدل شوی و او حتي د پاکستان لخوا د بریدونو پر وړاندې ده، خپل غږ پورته نه کړ، د وزارت به وخت کې یې څوک داسې ثبوت نشي وړاندې کولی چې ده د افغانستان د بهرني سیاست  د ښه کولو لپاره له هېواده بهر سفرونه کړي وي، ټول ورځ به د ولسمشر حامد کرزي په دفتر کې ناست و.

دی وايي چې زما په وخت کې ډېر شمېر ستراتېژیک تړونونه لاسلیک شوي دي؛ اما د خندا وړ ځای دا دی چې آیا دا تړونونه دده مذاکرې او له فعالیتونو وروسته لاسلیک شوي دي که یادو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره دا ډول تړونونه لاسلیک کړي؟ دا هغه ځانګړنې دي چې د ولسمشر حامد کرزي ورسره جوړه ده.

بله برخه چې کېدای شي ورته نغوته وشي هغه په راتلونکي دولت کې د ښاغلي کرزي ونډه ده.  ده په ارګ کې ځانته کور جوړ کړی دی او دوه ډوله تحلیل شتون لري یو دا چې کرزی غواړي د پوتین او مدوېدف رول ولوبوي او ۵ کاله وروسته بیا ځان نوماند کړي او بل دا چې غواړي د پخواني پاچا؛ یعنې ملت بابا رول ورته ورکړل شي، تر تله پورې خپل موقف وساتي.  هېڅ ډول شک نه پاتې کېږي چې د زلمي رسول له بریا وروسته به اصلي قدرت بیا هم د حامد کرزي په لاس کې وي.

اما هغه کار چې ولسمشر حامد کرزی یې پرېشاته کړی هغه په بې ساري ډول د اشرف غني مطرح کېدل دي، د ورستیو نظر پوښتنونو، مناظرو، او د مشهورو سیاسي ډلو ملاتړونو وښود چې ډاکټر اشرف غني تر نورو نوماندانو ډېر مخکې دی او حتی کولای شي ټاکنې په لومړي پړاو کې له کومې ستونزې پرته وګټي.  اوس حامد کرزی غواړي چې بې تفاوته پاتې نشي او خپل د هغه ستر هنر چې خدای ورته ور په برخه کړی دی او هغه د سیاسي ائتلافونو له منځه وړل او د نویو ائتلافونو رامنځته کول دي را مخ ته شي چې نږدې راتلونکی به یې ښه ځواب ورکړي.

3 thoughts on “ولسمشر کرزی به له چا ملاتړ وکړي؟ – مسعود عمر”
  1. Ules mesher ba ter khpel wasa de daghalbazei tsekha kaar akhli wa beykara Zalmai Rassoul ba Arg ta teyla kawi, chey dey tso wrazo mebarezo da weshodela. Chey Karzai aw nor mofsedin pe key charhchey kawi, de melat dey khdai sa webasi. Da kar Zahir ham kerhai dai. Kela chey Angreyzaan le Bartanawi Hind tsekha watel no Zahir Shah le dey weyrey chey qudrat ba ye le lasa wewozi no pe Malgero Melatuno key ye ghoshtana wenkrha chey khpel jala shewai Afghanistan berta warkrhi. Bya wrusta ye de melat pe stergo key khawrey shindeley chey kaar le kara teyr wu. Karzai ham hamdasey derwakhla, Zalmai kho beykhi de yadawelo ne dai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *