ولسمشر کرزی

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر کرزی به ژر پاکستان ته لاړ شي چې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې بېرته ښې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن خبریالانو ته وویل، حامد کرزي د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د تېرې اوونۍ بلنه منلې ده.

موسي زي وویل، ولسمشر کرزی هیله لري چې د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوی منتخب حکومت به د دوو هیوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

تېره اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته د سفر په مهال ولسمشر کرزي ته د نوازشریف بلنلیک وسپاره خو افغان چارواکو وویل چې کرزی پاکستان ته تر تګ مخکې یو لړ شرطونه لري.

افغانستان باور لري چې پاکستان د وسله والو طالبانو کلک ملاتړ کوي او د قطر پروسه یې هم د افغانستان د وېشلو لپاره پیل کړه. خو پاکستان د افغانستان تورونه ردوي او وايي چې له خپل نفوذه په استفادې یې طالبان خبرو ته تیار کړي او یوازینی نیت یې دا دی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

کرزي د پاړه چنار خونړۍ حملې وغندلې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې د وړمې ورځې خونړۍ ځانمرګې حملې، چې ۵۷ تنه پکې ووژل شول او نژدې دوه سوه نور ژوبل شول، په کلکه وغندلې.

د ولسمشر کرزي له دفتره په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي: د افغانستان ولسمشر پر روژتي مسلمانانو وژونکې حملې غندي او هغه یو داسي اسلامي ضد عمل بولي چې په هیڅ صورت توجیه کېدای نه شي.

د افغانستان ولسمشر او ځینو نورو چارواکو مخکې په ځلونو روانه جګړه د ډیورند  کرښې د دواړو خواوو د پښتنو پرضد دسیسه بللې ده.

ولسمشر کرزي د پاړه چنار د چاودنو د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره رغېدو دعا کړې ده.

3 thoughts on “ولسمشر کرزی به ژر پاکستان ته سفر وکړي”
  1. د کرزی دا سفر به لویه تاریخی اشتباه وی پنجاب هڅه کوی چی د افغانستان اوامریکا امنیتی تړون لاسلیک نه شی نو له دی امله نواز شریف به هڅه وکړی چی کرزی په مختلفو ژمنو سره دوکه کړي. نواز شریف د افغانستان لومړی درجه دښمن دی

  2. کر زی با ید سفر وکړی خو باید ډیر محتاط او سی ځکه نواز شریف هغه سړی دی چئ د افغا نستان څو کلنه اودو یی له مینځه وړی، زه وایم چئ بیا یی کوم نوی دام نه وی غوړ ولی ، دا زوړ دښمن دی حتمآ به نوی دسیسی لری

  3. د پاکستان بلنه و کرزي ته ، او د ښاغلي کرزي ور تګ پاکستان ته باید د افغان چارواکو او افغانستان له پاره یوه مثبته معنا او آجنډا ولري . او هغه دا چې کرزی هم باید له ځانه سره د کونړ او نورستان پر سیمو باندې د پاکستان د استخباراتو له خوا د ښکاره یرغلونو ، او په افغان سرحدي سیمو کې د قبایلي معامله ګرو ملکانو پر مټ د پاکستاني تذکرو د وېشلو ، او په افغاني ښوونځیو کې د پاکستاني کتابونو او نصاب عملي کولو او ترورېستي بریدونو او نورو استخباراتي لاسوهنو او امریکا ته د افغانستان پر ضد د ځان ور نږدې کولو ، او همدا راز منځنۍ آسیا ته د پاکستان د مالونو د وړو راوړو او پر افغان تجارت د بندیزونو لګولو پر ضد باید د ټاپي د پروژې د پر مخ وړولو ، د بلوڅانو د غورځنګ د ملاتړ ، د علیشنګ او الینګار پر سیندونو د بندونو د جوړولو ، د یوه خپلواک هېواد په توګه له هند سره د افغان حکومت د ښکاره دوستۍ ، د منځنۍ آسیا سره د پاکستان د تجارت پر وړاندې د احتمالي بندیزونولګولو او د افغانستان له سولې سره د پاکستان د رسمي او عملي مثبت ملاتړ او په پاکستان کې د پاکستان د حکومت له خوا د ترورېزم د ځالو ړنګولو او داسې نور آفشنونه له ځانه سره ولري ، او پاکستاني چارواکو ته په ډاګه کړي چې که پاکستان یاد شوي ګامونه په عملي ډول پورته نه کړي او افغانستان ته په ګوادر بندر کې د تجارت کولوله پاره لاره ور نه کړي او خپلې ملېشې له قبایلي سیمو پر شا نه کړي ، او د افغانستان د مخالفینو له ملاتړه لاس په سر نه شي ، نو افغانستان به هم د پاکستان په وړاندې په ور ته اقدام لاس پورې کړي . دا ځکه چې پاکستان باید پوه شي چې افغانستان هم ددوی په وړاندې په ورته عملونو لاس پورې کولی شي ، چې دا به په راتلونکې کې د پاکستان د زوال سبب هم جوړ ېږي .ځکه څا کن آخر په څاکې وي . چېرې نه چې په ظاهره یې افغان چارواکو ته په دغه ډول بلنو کې دانه په لمن کې اچولې ، خو تر شا یې چاړه په لاس قصابان ور ته درولي وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *