خبریال: جبارخېل – د افغانستان د ولسشمرۍ د فتر په رسمي انټرنیټي پاڼه کې د سې شنبې په ورځ د ولسمشر له خولې راغلي، چې په اسلامي نړی کې دغه ذهنیت مخ په ډیریدو دی چې افراطیت د لویدیځ لخوا پیاوړی شوی دی.

د سرچینې پراساس ولسمشر حامد کرزي، چې په قطر کې د اسلامي نړۍ او امریکا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روانه اونۍ دغه هیواد ته تللی و یادې څرګندونې کړې دي.

ولسمشر د پوښتنې په ډول د لودیځ لخوا د افراطیت د پیاوړي کیدو په اړه ویلي:(( پوښتنه دا ده چې دا کار ولې او د کوم هدف لپاره ترسره شوی دی؟ او که چیرې د لویدیځ دا هدف نه وي او دا کار یې نه وي ترسره کړی نو باید چې اسلامي نړی ته د دې موضوع وضاحت ورکړي او که تېر وتنې شوي وي نو د اصلاح لپاره یې باید کار وکړي، آیا د تروریزم پرخلاف د دغې جګړې په ترسره کولو سره په اسلامي نړی کې افراطیت کم شوی دی او که لا پیاوړی شوی دی؟ ځواب دا دی چې په یقیني ډول له پاکستان او افغانستان څخه نیولی تر مالي او نایجریا پورې په اسلامي نړی کې افراطیت ډیر شوی دی.))

همدا راز حامدکرزي زیاته کړه:(( زموږ غربي ملګري باید ښه نیت ولري او اسلامي نړی ته د استعمار د دورې له نظره ونه ګوري، د اسلامي نړی ښه وغواړي او په نویو اړیکو کې دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسي.))

ولسمشر دغه راز وویل: (( په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او د کتنې وړ بریالیتوبونو سره سره له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته چې په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف کومه جګړه پیل شوه له بده مرغه چې افغانستان او سیمې ته یې نه یوازې داچي خوشحالي یې ور په برخه نه کړه، بلکې د منفي تاثیراتو لمن یې آن تر افریقا پورې وغځیدله.))

همدارنګه ولسمشر کرزي له غربي نړۍ وغوښتل ترڅو ښه نیت ولري او اسلامي نړۍ ته د استعمار دورې له نظره ونه ګوري او په خبره یې د اسلامي نړی ښه وغواړي او په نویو اړیکو کې دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسي.

یاده دې وي، چې د امریکا او اسلامي نړۍ دغه نړیوال کنفرانس د تېرې دوشنبې په ورځ د قطر مرکز دوحه کې د “یوه لسیزه خبرې” په نامه د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د نویو اړیکو د ټینګښت په موخه جوړ شو، چې ولسمشر کرزي د قطري چارواکو سره د افغان جګړې د پای او له وسله والو طالبانو سره د سولې پر بهیر هم خبرې وکړې.

د ویلو ده، چې قطري چارواکو له ولسمشر سره د سولې په اړه د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، خو دا چې په افغانستان کې سوله کله او څنګه راتلای شي دا به د وخت په تیریدو سره معلومه شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *