تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د پکتیکا اورګون ته لاړ چې له هغو خلکو سره غمرازي او خواخوږي وکړي چې عزیزان یې د سې شنبې په ورځ په یوه وحشیانه حمله کې ووژل شول یا ټپیان شول.

د سې شنبې په ورځ د پکتیکا په اوږرګون ولسوالۍ کې د موټر بم په وسیله په ځانوژونکې حمله کې ۸۹ تنه ووژل شول او نژدې سل تنه نور ژوبل شول.

پرون پکتیکا ته د ولسمشر کرزي د ساتونکو کاروان، چې قربانیانو ته یې مرستې لېږدولې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې برید وشو چې له کبله یې لږ ترلږه ۲ ساتونکي ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

کرزي د پکتیکا د اورګون خلکو ته ژمنه ورکړه چې د چاودنې په اثر وران شوی مارکیټ، جومات او دوکانونه به جوړ کړي.

د اورګون جامع جومات، دوکانونه او مارکېټ د سې شنبې د ورځې په چاودنه کې ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

کرزي د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره وکتل.

له ولسمشر کرزي سره د پکتیکا په سفر کې د کابینې یو شمېر غړي هم ملګري دي.

0 thoughts on “ولسمشر کرزی د قربانیانو له عزیزانو سره د خواخوږۍ لپاره اورګون ته لاړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *