خبریال: جبارخېل- افغان ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په قطر کې په مشروط ډول د وسله والو طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافقه اعلان کړه او هیله یې وښوده چې دغه بهیر باید په افغانستان کې پرمخ یوړل شي.

ولسمشر کرزي وویل: (( هیله من یم چې، د دفتر له پرانستلو سره که نن پرانیستل کیږي او که سبا، د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي، همدا راز هیله من یم چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو له پیلیدو سره خبرې اترې او د سولې د بهیر ټول جریان ژر تر ژره زموږ هیواد افغانستان ته ولیږدول شي.))

کرزي زیاته کړه چې، ده لومړی غوښتل ترڅو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې په افغانستان کې پیل شي خو د یو شمیر بهرنیو هیوادونو په غوښتنه یې په قطر کې د دې بهیر پیلیدو ته غاړه کېښوده.
نوموړي همداراز په بهر کې د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیلولو له امله اندیښنه هم څرګنده کړه، خو ټینګار یې داو چې دغه بهیر باید په افغانستان کې پرمخ یوړل شي.

بل پلو الجزیرې د راپور پر اساس ویل شوي، چې په قطر کې د طالبانو دفتر به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د لارې د هواري په موخه جوړ شي.

یادې سرچینې په حواله طالبان به نن د( سې شنبې په ورځ د جون ۱۸/غبرګولي ۲۸) د قطر دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي، خو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له افغان دولت سره د هر راز خبرو اترو له ترسره کولو ډډه کړې خو هیله ښي، چې له امریکایانو سره خبرې کول غواړي.

بل غاړه د سولې به بهیر کې د پاکستان رول اړین او مهم دی خو د چارو شنونکي بیا د دې هیواد پر همکارۍ شک څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *