تاند: خبریال(ابوبکرجبارخېل)- افغان ولسمشر حامد کرزي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د میشتو ګجرو مشرانو او مخورو سره په کتنه کې ویلي، که غواړي چې نیکمرغه راتلونکې ولري نو پر خپلو ځوانانو دې لوړې زده کړې وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر کرزي د چارشنبې په ورځ د ګجرو قوم له مشرانو سره په کتنه کې وروسته له هغې یاده غوښتنه وکړه، چې دوی په دغه لیدنه کې بهرنیو هېوادونو ته د لوړوزده کړو لپاره د ګجر قوم د ځوانانو د لېږلو، د هېواد په ختیځ او شمال ختیځ کې د لیلیه لرونکو دوه لیسو، په ګجر میشتو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو د جوړیدو، د انکشافي پروژو د رامنځته کېدو او په دولتي ادارو کې د ګجر قوم د کدرونو د ځای پرځای کېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر کرزي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د میشتو ګجرو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی د استازو په حضور کې به د کابینې په راتلونکې غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې په هر اړخیز ډول وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازمې کړنې ترسره شي.
ولسمشر د ګجر قوم مشرانو او مخورو ته په خطاب کې وویل: (( تاسو هم لکه د افغانستان د نورو خلکو په څېر د افغانستان په نظام کې د مشارکت حق لرﺉ، که غواړﺉ چې نیکمرغه راتلونکې ولرﺉ او پخپله خاوره کې د افغانستان له نورو خلکو سره سم په واک کې شریک و اوسیء نو په خپلو ځوانانو لوړې زده کړې وکړﺉ.))
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه یو ده چې تر ډیره په پښتون میشتو سیمو کې د ناامنۍ له امله ډیری ځوانان زده کړو ته لاسرسی نه لري.
ښاغلي کرزي په همدې توګه د ګجر قوم دې ته وهڅاوه چې په راتلونكو ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره کارتونه واخلي او د خپلې خوښې وړ شخص ته رایه ورکړي.
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د را روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶ مه ترسره شي خو نا امنۍ هم یو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.