تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې وویل چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د هیواد نوي ولسمشر لوړه په ځای کړې وي.
ولسمشر کرزي د انتخاباتي جنجالونو له کبله د هیواد پر حالاتو ناوړې اغېزې ته په اشارې وویل، باید د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې په ټاکل شوې نېټه اعلان شي او افغانستان تر راتلونکو ۱۵ ورځو پوري نوی ولسمشر ولري.
د ولسمشر کرزي په ټینګار او د امریکا د بهرنیو چارو جان کیري په منځګړتوب دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله موافقه کړې وه چې نوی ولسمشر به د روان اګست تر پایه څرګندېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش بهیر یې چټک کړی او هیله لري چې په ټاکلې موده یعني د اګست تر پای ته رسېدو مخکې به د رایو تفتیش بشپړ شي او د انتخاباتو رسمي پایلې به اعلان کړای شي.
ښاغلي کرزي د دواړو کاندیدانو ترمنځ شوې موافقې ته په اشارې وویل چې هیله لري دا موافقه به د خلکو سترې ګټې او اوسني حالات په پام کې ونیسي او ژر به د انتخاباتو پایلې اعلان شي.
له یان کوبیش سره کتنه
د افغانستان ولسمشر کرزي نن په یوه بله کتنه چې په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش ورسره وکړه، وویل چې اوسنی ولاړ حالت د افغانستان د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېز کړی او افغانان زیات انتظار نه شي کولی.
ده ټینګار وکړ چې د انتخاباتو پایلې باید په خپل ټاکلي وخت یعنې د روانې میاشتې تر پایه اعلان شي .
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر یان کوبیش د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیر کې د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.