تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملګروملتو له لوري د افغانستان د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو په اړه د څېړنې ملاتړ وکړ.
ولسمشر کرزي نن په کابل کې دیني عالمانو ته په وینا کې وویل چې د انتخاباتو اړوندې مسلې باید د هیواد د نافذه قوانینو او د انتخاباتو د کمیسیونونو له لارې حل شي.
کرزي وویل، د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې مشکل پرې حل کېږي. ده وویل یا دې د ده دواړه مرستیالان ښاغلیو قانوني او خلیلي له دواړو انتخاباتي کمپونو سره په تماس کې په خپل منځ کې یوه حل لاره راوباسي او یا دې هماغسي چې عبدالله عبدالله وویل، ملګروملتو ته مراجعه وشي.
ده وویل چې دا موضوع کاندیدانو ته پرېږدي چې دوی کومه لار غوره کوي.
په ډیر تاسف سره باید وویل شی چی په افغانستان کی قوانین او د خلکو تصمیم ته څوک احترام نه کوی نو له همدی کبله ځینی خود خواه ډلی بی مسوولیته خبری کوی او د پردیو پریکړی ورته د قدر او اهمیت وړ ښکاری. که سل ځله بیا ټاکنی وشی بیا به هم د ولس پریکړه همدا وی . دوی ته خپل ځان هوښیار او د ولس تصمیم لیونتوب ښکاری.
د ولس قضاوت په حساسو شرایطو کی قاطع او د منلو وړ وی. مثلا د طالبانو د واکمنی په پای کی دینی عالمانو د ولس په نمایندګی پریکړه وکړه چی د عرب میلمه دی له هیواده ووځی او هیچا ته دی نه تسلیموی. که هغه تصمیم عملی شوی وای اوس به مو دغه حال نه وو.
د افغانستان ولس اوس ډیر ښایسته قضاوت کړی او هغه چا ته یی رایه ورکړی چی تر رقیب یی ډیر دردمن او عقلمن ښکاری. ښاغلی عبدالله او ملګرو یی دا دوه ځلی امتحان ورکړ او هر واری ډیر هغه څه وکړل چی د خپلو ملګرو په ګټه یی وو. دوی ته شخصی ، سمتی، ژبنی ، ګروپی او جمعیتی ګټی مهمی دی نه ملی ګټی. دا به کوم منطق ومنی چی د خوست ولایت په رایه ورکونکو باندی یو ولسمشر په قهر شی او د میلیونونو افغانانو به هیلو او آرزوګانو باندی توری خاوری واړوی. که د تقلب مسله وی چا صرفه ونکړه او حتی زمونږ ماشومان او ځوانان خو دوی ووژل. په هرات کی د ګران افغانستان د سپینږیرو معصومی ګوتی خو د همدوی ډلی پریکړی ترڅو له هغوی نه سیاسی ګټه پورته کړی. دا به کوم منطق ومنی چی د خپل هیواد وګړی د پردیو په لاس ووژنی. ترڅوی دوی په قدرت کی پاته شی.
افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملګروملتومداخله ځکه اړینه بولی چی دده پوخوانی دوستان بی برخی نشی که چرته دعبدالله عبدالله سره دقدرت دتقسیم مسله اشرف غنی احمدزی ومنله نو بیا اشرف غنی هم دقدرت وږی وو دملت غم ورسره نه وو که دا قیصی دعبدالله سره منل کیږی نو ولی دومره کسان ووژل شول او ولی په ملیونونو ډالر مصرف شول محترم ورور اشرف غنی دخدای او ددی ځوریدلی په خاطر چی هیڅ معامله ورسره ونه منی .
کرزيه، تر هغه وخته چي ته په ارګ کي ېې ، دسيسې به ادامه لري، د شمالي ټلوالي لنډه غر به ستا په مشوره د قانون
خلاف او نا مشروع غوښتني مطرح کوي او ته بيا د دوی د حق په جانب ښودلو لپاره ډېر پوسيده او کړغېړن حکمونه
کوې، ته په قانوني هغه مشکل له منځه وړي چي هغه خلق کړی دی، تر هر څه دمخه بايد ته ګوښه سې بيابه د عبدالله
او لنډه غرو پلار هم دا جرات و نه کړي چي د اتو مليونو افغانانو رايو ته دي په سپکه سترګه وګوري٠
ستا د خلع کېدو په هيله٠