تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به نن / دوشنبه/ د سریلانکا د ولسمشر په رسمي بلنه کولمبو ته ورسېږي.

له کرزي سره په دې دوه ورځني سفر کې (د مارچ له ۵ تر ۷) یو جګپوړی دولتي پلاوی هم ملګری دی.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی تېره میاشت سریلانکا ته تللی وای خو ده خپل سفر په کونړ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د برید له کبله وځنډاوه. په برید کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل شول.

د ملي اردو پر سرتېرو برید د افغانانو له توند عکس العمل سره مخامخ شو او ډېرو ادعا وکړه چې دا برید په مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري د ۲۳ پاکستاني سرتېرو د وژلو غوچ و چې پاکستان واخیست.

د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د هرکلي رسمي مراسم به سبا /پنجشنبه/ د سریلانکا د ولسمشرۍ په دارلانشا کې په ځای شي او ورپسې به د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې پیل شي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به د زده کړو، د نرسانو د روزنې او سپورت په برخو کې د همکاریو درې سندونه لاسلیک شي.

 سریلانکا ویلي چې حاضر دی افغان نرسانو ته په خپله خاوره کې روزنه ورکړي.

سریلانکا ته د حامد کرزي سفر به دغه هیواد ته د افغان ولسمشر لومړنی رسمي سفر وي.

له ولسمشر کرزي سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عمثاني، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار یحیي معروفي، د لوړیو زده کړو وزیر عبیدالله عبید، د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه اقضلي او د عامې روغتیا وزیره ډاکتره ثریا دلیل ملګري وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *