خبریال: (ابوبکر جبارخېل): ولسمشر کرزي د چارشنبې په ورځ د افغان شبکې له یو شمېر غړو سره په کتنه کې وویل، چې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې به له هیڅ یو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ ونه کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو پر اساس ولسمشر حامد کرزي د ښځو د وضعیت ترڅنګ، په یو شمیر ملي مسایلو په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا ولسمشر کرزي د ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو هغه رپوټونه په کلکه رد کړل چې ګنې دی د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له یو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: (( زه له هیڅ ځانګړي کاندید څخه ملاتړ نه کوم، دا د افغانستان د خلکو حق دی چې په خپله خوښه خپل راتلونکی جمهوررئیس د خپلې آزادې رایې د کارولو له لارې وټاکي.))
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راروان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه ترسره شي، چې د راپورونو پراساس په یو شمیر ولسوالۍ کې لا هم د نوم لیکنې بهیر نه دی پیل شوی او نه هم دغو ټاکنو ته نوماندانو ځانونه نومولي دي.
یاده دې وي، ولسمشر دغه راز په یاده کتنه کې د افغان ښځو د شبکې د غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل چې ښځې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري، له همدې امله د افغانستان حکومت هڅه کړې ده چې د ښځو لپاره مناسبې څوکۍ په پام کې ونیسي.
کرزي ډاډ څرګند کړ چې د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه به لازم اقدامات ترسره شي.