تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ګاونډیان دې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو اندېښنه نه کوي.
ولسمشر غني نن په کابل کې د (اوبه او دوامداره پرمختیا) په نوم د اوبو څلورم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل :«له ګاونډیو هیوادونو زموږ توقع دا ده چې په افغانستان کې د بندونو او د اوبو لګونې د شبکو له جوړېدو تشویش ونه لري.»
ده له ګاونډیانو همداراز وغوښتل چې د افغانستان له لوري د اوبو له سرچینو د سیمې استفادې ملاتړ وکړي.
ولسمشر په دوام کې وویل «د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچینه او زموږ د خلکو شتمني ده، چې تر اوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې وو، د هغې د سم تنظیم او مدیریت په برخه کې زیات کار ته اړتیا لرو.»
غني وویل، د اوبو د منابعو سم کنټرول افغانستان له نورو هیوادونو د برښنا له واردولو خلاصولی شي.
کنفرانس ته، چې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو په حضور کې په ارګ کې جوړ شوی و، ولسمشر غني وویل: شونې ده چې د هېواد د اوبو سرچینې په شتمنۍ بدلې شي او د افغانستان یو تر ټولو مهمه سرچینه د هغه جغرافيايي موقعیت دی چې درې زره کاله یې دغه هېواد د تمدن په مرکز او څلور لارې بدل کړی و.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه«افغانستان د خپلو سترو سرچینو د سم مدیریت په برکت کولای شي، راتلونکو شلو کالو کې په یو نسبتاً متوسط سوکاله هېواد بدل شي او باید دغه هدف ترلاسه کړو، په خپلو پښو ودرېږو، ځکه د پردیو په دوامداره مرستو ډډه لګول تېروتنه وه او زموږ اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي.»
ښاغلي غني همداراز وویل« موږ ښه پوهېږو، اوبه زموږ عزت دی او د دغه عزت ساتل زموږ ملي هدف دی، د هغه هېواد لپاره چې لا یې هم د اتیا سلنې خلکو ژوند په کرنه ولاړ دی، د کرنیزو توکو واردول ملي شرم دی او له دغه شرم څخه باید ځانونه خلاص کړو، افغانستان باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکی شي، نه واردونکی.»
په دغه کنفرانس کې د هند سفیر من پریت هورا د اوبو د اهمیت په اړه خبرې وکړې، همدارنګه یو شمېر میرابانو د اوبو د عادلانه وېش او د اوبو د ستونزې په اړه خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې بیان کړې.جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: نن تر ټولو مهمه موضوع د اوبو په وېش کې د عدالت نشتوالی دی، زموږ دودیز نظام چې زیات عادلانه و، له بده مرغه سختو ګواښونو سره مخامخ دی.