هره ټولنه او په مجموع کې ټوله نړۍ د خدای(ج) د مخلوقاتو د ژوند لپاره پیدا شوې،په همدې ټولنو کې د ژوند لپاره اصول او کړنلارې ټاکل کېږي چې همدا اصول او کړنلارې د خلکو ژوند،کار وبار او افعال کنټرولوي ، د همدې کنټرول لپاره په بېلابېلو هیوادونو کې بېلابېل سیاسي نظریات او سیاسي نظامونه تجربه شول چې په نېږدې ډېرو هیوادنو کې د ولسواکي سیاسي نظریې ښه نتیجه ورکړې ده .
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم د ولسواکۍ یا دیموکراسۍ نظریه له تېرو دیارلسو کلونو راپه دیخوا تجربه کېږي او تحربه شوه ،خو دیموکراسي یانې څه؟ دیموکراسي اصلاً د خلکو په واسطه ټاکل شوي حکومت یا د خلکو حکومت ته وايي چې همدا د خلکو له لخوا ټاکل شوی حکومت به خلکو او همدې ولس ته چې ټاکلی یې دی ژمن وي ، د دوی ګټې او مسایل به ساتي ،ددې هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا به دفاع کوي او … .
د ډیموکراسۍ بنسټ په نړۍ کې د خلکو د بیان ازادي او د خلکو رایو ته احترام دی، په دې نظام کې نېږدې ټول لوړ پوړي چارواکي د ټاکنو له لارې د خلکو په رایه ټاکل کېږي، چې د دیموکراسۍ د نظام د پوره ښه والي او بهتر والي لپاره باید تر هرڅه وړاندې همدا ټاکنیزه پروسه یا ټاکنې سمې او ريښتونې تر سره شي،څو یې وروسته چارې هم د خلکو له پاره باوري واوسي .
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې تاسو په تېرو دیارلس کلونوکې ولیدل چې چارواکو او زور واکو هر چا ولسواکي د ځان په ګټو تبلیغ کړه،چا ترې د زور او چا هم د زر په واسطه پراخه ګټه پورته کړه ،ځمکې یې غصب کړې،چوکۍ یې واخیستې او ځاونونه یې د پیسو په زور د خلکو وکیلان او استازي جوړ ګړل،څه به یې چې زړه شول د خلکو په استازولي به یې ویل او په همدې توګه به یې د ولس په غاړه په زغرده پښه ور ایښې وه … .
په تېرو کلونو کې داسې هم پیښ شول چې موږ خپلې ټاکنیزې ستونزې هوارې نه کړای شوې او بهرنیانو د همدې ستونزو د هواري لپاره لاس راوغځاوه او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې ستونزه هسې جوړه او هواره کړه چې ددوی ګټې پرې خوندی کیدای شوې .
د اساسي قانون د تصویب لپاره جوړې شوې لویې جرګې کې خلکو ډېر په لیوالتیا برخه واخیسته ،ورپسې د ۲۰۰۴ م کال په ټاکنو کې د ولسې جرګې ،ولس مشرۍ او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې همداسې ،خو د ملي شورا او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو رایې ته د اهمیت نه ورکولو خلک یو څه په ټاکنو بې باوره کړل .
ورور ورور داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې وکیلان په پیسو او د زور په واسطه ټاکل شوي دي ،هر کلي او هر مسجد کې به پرهمدې بحث کېده،چې بالاخره د ۲۰۰۹ م کال د ټاکنو پایلو او له پایلو سره شرمونکي چلند خلک سخت ناهیلي کړل او بالاخره خلکو او وکیلانو خپله دا رسوا کړه چې دخلکو په رایو وکیلان نه بلکې د کابل ښار په زړه کې د سرای شهزاده د صرافانو په مارکیټ کې څو ډالرو وکیلان کړي ،نه خلکو ورته رایه ورکړې او نه دې هم خلک ترې کار غواړي ،دا خبرې ډېرو وکیلانو له خپلو خلکو او ملګرو سره د خپلو کاري دورو په وخت کې کړې دي .
د پیسو،رابطو او زور په اساس کامیابو شوو دې وکیلانو هغه څه وکړل چې د افغانستان په تېر تاریخ کې ورته شرمېدلو چارو هیڅ ځای نه درلود ،جنسي تېري،او له هغو څخه راپورته شوې شخړې،غلاوې ،سړي تښتونې او له موقفه په استفاده د غلو او سړي تښتونکو دفاع او په عدلي ارګاونونو د زور په واسطه هغوی ته د برات ورکولو چارې ،د ځمکو غصب او له غاصبینو سره د زرګونو او لکونو ډالرو په مقابل کې مرسته او له هغوی دفاع ،په غصب کې د شریک حق په اخیستو او په خپله د غصب چارې د وکیلانو هغه چارې وې چې د خلکو د استازو په نوم یې ترسره کړې او لا هم دا چاره ترسره کوي .
قتل بله هغه چاره وه چې وکیلانو په تېرو کې هم په خپله کړې وه ،هم یې قاتلان لرل او هم یې اوس له قاتلانو څخه د دفاع له لارې دا چاره ترسره کوله،ډېر ځله داسې هم پېښ شول چې په عادي مسایلو او خبرویې د ښار په منځ کې خلک ووژل،خلک یې لوټ کړل ،د خلکو کورونو ته ننوتل او بالاخره په ټوله مانا یې خلک وځورول اوخلکو ته یې دیموکراسي په ذهن کې رسوايي او زورواکي تعبیر کړه ،ځکه خو خلک له دې دیموکراسي ستړي شول او اوس نو له دیموکراسي ترپوزې راغلي دي .
زه نه وایم چې په دې وکیلانو کې ښه خلک نه شته،خو خبره دا ده چې په وکیلانو کې د ښو خلکو شتون ډېر کم دی،هغه وکیلان چې د افغانستان ګټو ته ژمن دي په شمار څو کسان دي چې ټول ولس یې پېژني او ورته احترام لري.
دا چې په تېرو کې ولسواکي د زورواکۍ او رسوايي په نوم تعبیر شوه ،اوس څه کول په کار دي چې افغانستان کې یو ځل بیا د یموکراسي په خپله اصلي مانا تعبیر شي؟ دا د نوي حکومت دنده ده چې د ولسواکي پر بنسټ ولایتي شوراګانې او پارلمان رامنځ ته کړي چې په دې سره به د عدل او امنیت ټینګښت ته لاره اواره شوې وي.
اوس اوس باید د افغانستان ولسمشر الحاج ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی هڅه وکړي چې د ټاکنو کمیسیون خپلې دندې ته متوجه کړي اوهغه خلک چې په خپله دا خبره کوي چې پنځوس او شپیته زره ډالر یې ورکړي او دی کامیاب ده ،له سره وڅېړي اوهغه خلک چې په سیمه کې یې د ټاکنو کمیسیون او یا هم د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته د رشوت اخیستلو وړاندیز کړی،پیسې یې ورکړی او یا هم دده دا چاره له رسنیو افشا شوې او د د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې درغلي رسوا کړې او پرېکړه یې پرې کړې باید جدي ورته پام وشي،نه یوازې دا چې ناکام شي،عدلي ارګانونه دې تغقیب کړي او د زندان تورو تمبو شاته دې یې واچوي څو په اینده کې څوک دداسې چارو د کولو جرات ونه شي کړای .
که حکومت دا چاره ترسره نه کړي نو یو ځل بیا به غله او غاصبین د غصب او قتلونو له لارې د لاس ته ورغلو پیسو په زور کامیاب شي او د خلکو ذهنونه به یو ځل بیا دځان په ګټه تخریبوي او ډول ډول به له خلکو د حکومت په وړاندې ګټه پورته کوي چې په دې توګه به ستونزې له زیاتې شي .
که په درغلیو څوک کامیاب شول نو یو ځل بیا به دپېسو، رابطو اونورو غیر قانوني لارو څخه راغلي تش په نوم نوماندان دهمدې ملت په وینو او سر نوشت لوبې کوي، په یوه ،دوه ، درې او څلورو مرمۍ ضد موټرو کې به ګرځي،ولس به د حکومت په وړاندې د سپر په شان کاروي او له حکومته به د ځان لپاره غیرقانوني امتیازات غواړي چې په دې توګه به یو ځل بیا دا حکومت هم خپل موقف د خلکو په وړاندې خراب کړي .
څنګه چې د پارلمان اوسنیو غړیو ځانونه جامع الکمالات جوړ کړي، په کور دننه او باندي درسنیو سره مصاحبې کوي، په هره برخه کې له مطالعې پرته له ګېډې نظریات ورکوي ،نه ګوري چې دده دا خبرې سمت پرستې ، ژب پرستي او نورو ملي ګټوته څومره زیان اړوي ،د راتلونکي پارلمان او ولایتي شوراګانو غړی به هم په همدې ډول وي او څه چې په خوله ورځي د خپل غصب ،غلا او قتل څخه به دفاع کوی اود نړیوالو په سترګو کې به خاوري وراچوي .
دولسمشر غني په مشري له حکومته یو ځل بیا هیله ده چې داسې اداره رامنځته ګړي چې د پراخو اصلاحاتو له لارې په هغه طرحو کار وکړي چې دا بدې کړنې له منځه وړلی شي او دهېواد پرمختګ سره مرسته کولی شي ،دا سې فعالیتونه دي ترسره کړي چې ددې خاوري لپاره موثر وي.ولایتي شورا ،پارلمان … اونور باید له اوسنیو حالاتو څخه راوباسي او نور د خلکو په رایو ور کامیاب شوي کسان د وکالتونو چوکۍ ډکې کړي،هغه چاته اجازه ورنکړل شي چې نور ددې وران ویجاړ وطن دشهیدانو په وینو لوبي وکړي او کونډو او یتیمانو په حقوقو خپلو اولادونو ته په دوبۍ کې ژوند جوړ کړي .
په همداسې یوه هیله