نعیمي

دا څرګندونې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي نن دنیکمرغه لوی اختر دلمانځ د اداکولو وړاندې په لغمان ولایت کې دمیشتې ملي اردو دلومړۍ پلې لوا په قوماندانۍ  کې چې دټولو امنیتي ،کشفي او نظامي ارګانونو رهبري،مسؤلینو اومنسوبین ترڅنګ دبېلابېلو ملکي ادارو رئیسانو،دیني  علماؤ او مشرانوبرخه لرله په ډاګه کړي.

نعیمي دخپلوخبروپه پيل کې دنړۍ په ګوټ ،ګوټ کې میشتو مسلمانانو  او ټول افغان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه دلغمان شریفو ولسونو  ترڅنګ په دې ولایت کې دمیشتو ملي دفاعي، امنیتي او کشفي ځواکونو رهبري اوټولو  مسؤلینو او منسوبینو ته  دهېواد دجمهور رئیس دنماینده په توګه د ولسمشر سلامونه،نیکې هېلې او دنیکمرغه لوی اختر دمبارکۍ مراتب  وړاندي کړل.

نوموړي په خپلو  خبرو کې دنیکمرغه  لوی اختر په شپو ورځو کې  ولس ته دبشپړ امنیتي تدابیرو دنیولو ډاډ ورکړ او یاده يې کړه چې ټول امنیتي ځواکونه دخاورې ولس او ملي نوامسو دساتنې په برخه کې  شپه ورځ نه ستړي کیدونکي تلاشونه  کوي ترڅو د ډاډمن امن  خوندي فضاء رامنځته کړي،موږ ټول دخپلو  اتلو ځواکونو چې دخپل سر او ویني په قیمت دهېواد دلوېشت،لوېشت څخه په ډیره میړانه ساتنه  او دفاع کوي ستاینه او قدر داني کوو.

نعیمي ولسونوته په اشاري وویل: دهېواد په لر او بر ،ښارونو،کلیو او بانډوکې خلک داختر دخوښۍ مراسم ترسره کوي چې افغان ملي ،دفاعي او امنیتي ځواکونه  دخپلو خلکو،خاوري او ازادۍ څخه دساتنې په لار کې په ډیر لوړ مورال په سنګرونو،غرو،دښتو،کلیو،بانډو او لویو لارو کې د امنیت دخونديتوب لپاره تلاشونه اوهلې ځلې کوي.

لغمان والي ددې ولایت میشتو اوسیدونکوته ډاډ ورکړ چې  په ملکي اونظامي برخو کې داصلاحاتو راوستلو،غوره ولسي خدماتو وړندې کولو، دبېکارۍ دکچې راټېټولو،د عدالت تامینولو او انکشافي کارونودپراخوالي… ترڅنګ دامنیتي خوندیتوب لپاره اړین پروګرامونه  او پلانونه ترلاس لاندې لري،چې تطبیق به يې په دې ولایت کې په هر اړخیز ډول پراخ بدلونونه رامنځته کړي.

دمحلي حکومتدارۍ مشرتابه یو ځل بیا ددولت پر وسلوالومخالفینو غږ وکړ چې له جګړولاس واخلئ،دسولې دروانې پروسې سره پر یو ځای کیدو دخپلو کورونیوسره ګډه سوله ییز ژوند اختیار ګړئ او دګران هېواد افغانستان  په ودانولوکې رغنده رول ترسره کړئ.

نوموړي هغه کسان او ډلې چې بېګنا افغانان وژني ،تروریستې بریدونه ترسره کوي،دولس په منځ کې ویره خوروي،عامه نظم ګډوډوي، ملکي اونظامي مامورین په ډیره بې رحمۍ وژني دهېواد،خلکو اوخاورې دښمنان وګڼل او له ټولو  يې غوښتنه وکړه چې ددا ډول کړنو دترسره کوونکو پر وړاندې دمبارزي لپاره دخپلو ملي دفاعي امنیتي ځواکونو  سره  چې ټول دهمدې ولس بچیان او زامن دي اوږه پر اوږه ودریږي.ترڅو هغوی چې همیش زموږ دبربادۍ او تباهۍ سوچونه کوي ونه توانیږي چې خدای مه کړه خپلو شومو او  ناوړه موخوته ورسیږي.

لغمان والي موجودو ننګونوته په کتو چې دهېواد په ګوټ،ګوټ کې يې ستونزې را ولاړې کړي وویل : اړینه ده چې ټول دملي یووالي لاره خپله ،دهر ډول قومي،ژبني ،سمتي،حزبې او تعصبي چلنونو څخه را ووځو او دیوموټي افغانستان دلرلو په موخه سره متحد  شو  او خپلې ټولې بد بېنۍ یو  خوا او  دنیکمرغه لوی اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې یو دبل کورونو ته لاړشي او یوبل ته دمبارکۍ ورکړئ.

نعیمي دخپلوخبرو په وروستیوکې وویل : دا چې هر کال ملیونونه مسلمانان دحج دمبارکې فرضې د اداکولو لپاره مکې معظمې ته ځي، په دې کال کې هم دنورو ملکونو ترڅنګ له افغانستان اوپه ځانګړې توګه لغمان ولايت څخه په سلګونو کسانو دحج دمبارکې فرضې د اداکولو په موخه بیت الله شریف ته تللي،له ټولومو توقع ده چې په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې،ثبات،ملي يووالي ،ترقۍ ،هوساينې ،نيکمرغۍ او سرلوړۍ لپاره ددعا لاسونه لپه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *