سید عبدالله پاچا

وروسته له هغې چې افغان حکومت د جنبش ګوند یو قومندان چې د سلګونه ملیشې او نامسووله وسله وال یې درلودل، په فاریاب کې ونیو او لاس تړلی یې کابل ته راوست، دا اقدام د خلکو له هرکلي سره مخ دی.

نظام الدین قیصاري په فاریاب او جوزجان کې په لسګونه جنایتونو باندې تورن دی او هلته یې جنګي جنایتونه هم کړي دي، افغان کمانډو ځواکونو وروسته له هغې ونیو چې د افغان ځواکونو مشرانو ته یې سپکاوی وکړی او په مرګ یې وګواښل.

د قیصاري له نیول کیدو سره سم افغان ولس پر حکومت غږ کړی چې د باغیانو په ځپلو کې یې تر څنګ ولاړ دي او باید دا لړۍ راټینګه کړي او هغه باغیان او نامسووله وسله وال زندان ته کړي چې له کلونو راهیسې د دې ملت وینې څښي.

قیصاري څوک دی؟

نظام الدین قیصاري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، لومړی د جنبش ګوند ملیشه و، وروسته یې په لنډه موده کې ځان جنرال دوستم ته نږدې کس ثابت کړ او د هغه په څنګ کې یې ځای ونیو.

قیصاري لومړی د درې سوه پاڅون کوونکو په نوم د وسله والې ډلې مشر شو او بیا جنبش ګوند د دې وسله والو شمېره تر درې زرو ورسوله چې په هر ډول جنایتونو کې یې لاس درلود.

قیصاري په د نامسووله وسله والو د یوې لوی ډلې مشر و او امکانات ورته د جنبش ګوند برابرول چې بیا د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان هم وټاکل شو.

قیصاري د فاریاب او جوزجان په زیاتو ولسوالیو کې پيغلې له کورونو تښتولي او خلک يې په صحرايي محاکمو کې وژلي دي.

نظام الدین قیصاري چې د جنبش ګوند او جنرال دوستم ملاتړ ورسره دی، په وروستیو کې بغاوت کړی و او د افغان ځواکونو له اجازې پرته به یې شخصي مسایلو لپاره عملیات کول او خپل شخصي رقیبان به یې ځپل.

قیصاري په فاریاب کې د یوې امنیتي غونډې پرمهال له کابل څخه تللی امنیتي او دفاعي پلاوی په مرګ وګواښه چې د افغان کمانډو ځواکونو له غبرګون سره مخ شو او په پلان شویو عملیاتو کې ونیول شو.

قیصاري اوس په کابل کې تر پوښتنو لاندې دی، خو پلویانو یې په فاریاب کې د ولایت مقام وداني او د افغان ځواکونو څو موټر سوځولي دي.

غبرګونونه

که څه هم د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو په غبرګون کې د افغانستان ژغورنې ایتلاف او جنرال دوستم د هغه د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او خبرداري یې ورکړل، خو افغان حکومت دا خبرداري بابیزه وګڼل او ډاډ یې وښود چې قانون د ټولو لپاره دی او هيڅوک ترې لوړ نه دی.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ځواکونو دا اقدام ستایل شوی چې قیصاري یې د بغاوت په تور نیولی او اوس تر پوښتنو لاندې دی.

غوښتنه دا ده چې د قیصاري او دې ته ورته نور نامسووله وسله وال له طالبانو او داعش خطرناک دي او د مخنیوي لپاره یې باید جدي ګامونه واخیستل شي، ټینګار کیږي چې افغان ځواکونه دې د نورو لنډه غړو پروړاندې هم ورته ګامونه پورته کړي چې قانون نه مني او خپلسرې کړنې کوي.

ټولنیزو رسنیو کې د قیصاري په موضوع کې زرګونه کسان د افغان حکومت په ننګه ولاړ دي او ډاډ ښيي چې په دې ډول مسایلو کې د حکومت تر څنګ ولاړ دی او حکومت ته پکار ده چې د نامسووله وسله والو او باغیانو پروړاندې داسې چلند وکړي، لکه څنګه چې د داعش او طالبانو پروړاندې کوي.

اوس له حکومت غوښتنه دا ده چې له خپلې پریکړې په شا نه شي او د بغاوت ګرو پلویان چې هر ځای وي، و دې ځپي او هیڅکله دې ورسره داسې چلند نه کوي چې د تسلمیدو په مانا وي.

خلک باور لري چې افغانستان کې د دولت مخالفو وسله والو ولسونو ته دومره سرخوږی نه دی جوړ کړی، لکه څومره چې نامسووله وسله والو او باغیانو جوړ کړی دی.

نامسووله وسله وال له یوې خوا افغان دولت څخه پیسې اخلي او له بلې خوا په خپلو سیمو کې له سوداګرو، دوکاندرانو او بزګرو باج ټولوي او که کله هم باج ور نه کړي، نو پایله یې مرګ ده.

ولسونه ځکه له نامسووله وسله والو تنګ دي چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د جګړې کرښه مالومه ده، خو دا ډلې چې ځینې د دولت په چوکاټ کې او ځینې یې په دولت کې ملاتړي لري، د خلکو په منځ کې جنایتونه کوي او هیڅ ډول قانون نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *