تاند، چهارشنبه، د ثور ۹مه: وروسته له هغې چې د امریکا د ولسمشر لخوا د کورونا له وېرې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو اوازې ګرمې شوې، اوس د افغانستان ولسي جرګې خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو غیر مسوولانه وتل به ناوړه پایلې ولري.

ولسي جرګې ویلي، د امریکا غیر مسوولانه وتل به د امنیتي تړون نقض او د سیمې په شمول ټولې نړۍ ته د ناوړه پایلو درلودونکی وي.

د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشېدي په دې اړه وايي، امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون لري خو اوس شواهد ښيي چې امریکا خپل ځواکونه د کورونا له وېرې نه بلکې له طالبانو سره د پټو توافقاتو له مخې وباسي.

بلخوا د ولسي جرګې غړی زلمی مجددي وايي، امریکا د طالبانو ډله د پاکستان د آی ایس آی په لاس تمویل او تجهیز کوي او د سولې تړون له طالبانو سره د امریکا مرستې ته مستقیمه لار پرانیستې ده: (( امریکا غواړي طالبان د پټو توافقاتو له مخې واک ته ورسوي او خپل اهداف پرې ترلاسه کړي.))

په دې اړه له بحثونو وروسته د ولسي جرګې مشر میر رحماني رحماني د نننۍ غونډې په ترڅ کې د جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د امریکايي ځواونو د وتلو په اړه د پوښتنې لپاره اړوند مسوولان استجواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون له مخې به امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز کوي، خو اوس داسې راپورونه ورکول شوي دي چې د امریکا ولسمشر د کورونا له وېرې خپلو نظامي سلاکارانو ته امر کړی دی چې ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *