پرولسي جرګې د دوشنبې برید د ملي اردو له دې عسکره یوه اتل جوړ کړ او دا یې په ډاګه کړه چې په افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه په ملي اردو کې پوره وړتیا او جراءت موجود دی. د عیسی خان په نوم دغه ځوان وتوانید چې د پینځو دقیقو په جریان کې شپږ مسله تراهګر د ولسي جرګې تالار ته تر ننوتو وړاندې له منځه یوسي. په هر حال، د تعجب خبره خو دا ده چې له دې پیښې وروسته ما چې هر څومره، لوستي خلک، هټیوال، ټیکسي چلونکي او داسې بل هر څوک مې چې لید همدا یې ویل چې هی کاشکې چې عیسی خان هلته نه وای یا دا میړانه نه وای ځنې سوې، هی کاش چې نن د ملت یو څو وینې څیښونکي خو د تل لپاره فنا سوي وای، هی کاش چې نن طالب ځان ته د غازي لقب ګټلی وای.
د عیسې خان د جراءت او میړانې ستاینه پر خپل ځای ده، لاکن داسې یو واحد شخص لږ تر لږه ما و نه لید چې د ولسي جرګې د استازو د ژوند په ژغورلو دې دوی د خوښۍ احساس کړی وي، بلکه برعکس ډیر خواشینې ول. له دوی څخه د ولس دومره کرکه دا په ډاګه کړه چې د ملت د استازو، د قانون جوړونکو او له حکومت څخه د نظارت په نوم دغو ښامارانو ولس پوزې ته راوستی.
په هر حال، د دوی په هکله د ولس دا ډول احساسات او څرګندونې څه نوې خبره نه ده خو اوس به د دوی مړ وجدان ته یو وار بیا سر ورښکاره کړو.
د پرونۍ پیښې وروسته عیسی خان، د کابل د پولیسو مشر، د ولسي جرګې د امنیت مشر او د ولسي جرګې یو وکیل طلوع تلویزون ته پر یادې پیښې د بحث لپاره ورغوښتل سوي وو. د خپرونې کوربه د تل په څیر هڅه وکړه چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ولسمشر وغندي. خیر، کله چې د یادې پیښې او د عیسی خان د میړانې په هکله د ولسي جرګې دا استازی وپوښتل سو، نو نوموړي د ولسي جرګې د اوسني استازو په اصلي شکل (۹۵٪ نالوستي) خوله د حکومت پر لور خلاصه کړه. د قضایه قواء دا خونه تر ننه هم خپل دریګوڼې دندې نه دي پیژندلي. له حکومت څخه نظارت دوی په دې مفهوم پیژنې چې ګواکې په هر حالت، په هره موضوع چې هر څه په خوله درغلل حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر په وغنده نو دا نظارت دی.
کله چې نوموړی د یاد برید او د عیسی خان د میړانې په هکله پوښتل کیږي نو دا ښاغلی وار له واره ولسمشر ته خوله ور اچوي، هغه په دې تورنوي چې ګواکې موږ خو د یوه ډیر باثباته هیواد اوسیدونکې یو نو څرنګه دا پیښه هغه هم د ملت د دومره دروند او د احترام وړ خدمتګارانو په وړاندې تر سره کیږي. ولسمشر ولې تر اوسه عیسی خان ته مستقیم زنګ نه دی وهلی او نوموړی یې ولې نه دی ستایلی چې زموږ په څیر د هستیو ژوند یې وژغوره.
د خپرونې کوربه چا چې پخوا د حامد کرزي او اوس د ولسمشر اشرف غني د غندلو دنده لري دا ښاغلی و نه پوښته چې که یې ولسمشر ستایي او یا نه دا خو یو بیله موضوع ده، د هیواد د دریګوڼې قواء څخه یوه قواء تاسو په خپله یاست او دې ځوان په مستقیم ډول ستاسو ژوند ژغورلی، آیا ستاسو د مشر ( د ولسي جرګې رئیس) دې ځوان ته زنګ وهلی، آیا تاسو د درز د اوریدو سره سم لکه لیوه چې په رمه ورګډ سي خپل پکولونه، پټکي، کورتۍ، موبایلان او آن څپلې مو پریښودو وروسته په تاسو کې بیا داسې کوم واحد وکیل پیدا سو چې د دې ځوان د ستایلو لپاره یا سیمې ته راغلی وي او یا یې هم ورته ټیلیفون کړی وي؟
دا ټولې هغه پوښتنې او وجایب دي چې په مستقیم ډول ولسي جرګې ته مراجع کیږي نه ولسمشر ته. زه په خپله درې څلور داسې وکیلان پیژنم چې پینځه کاله وړاندې یوه په یونیم سل ډالر په یوې موسسې کې کار کاوه، بل د دری نیم سوه ډالرو په عوض په یوه ساختماني شرکت کې د سوپروایزر په توګه کار کاوه او داسې دا دوه نور درواخلی، خو نن دوی هر یو په خوشحال خان، کارته ۴، شیرپور او په خپلو ولایتونو کې کوټی او مارکیټونه لري. دا وکیلان اوس هم په ولسي جرګه کې د نورو پر پرتله هیڅ نه لري. څرنګه چې د پیښې په ورځ ولسې جرګې ته د دفاع نوماند وزیر ورپیژندل کیده نو بې له شکه چې د ولسي جرګې لږ تر لږه ۲۳۰ استازې به نه د خپلې دندې بلکه د نوماند وزیر څخه اخیستې وعدې او پاکټو لپاره په تالار کې حاضر وو. اوس چې کله د عیسی خان له برکته دوی نن هم د کابل پر سړکانو په خپلو بې پلیټه او تورو هیندارې لرونکو موټرو ترافیک او ولس اذیت کړ نو دوی ته پکار ده چې هر یو لږ تر لږه یو یو لک افغانۍ دغه اتل ته ډالۍ کړي، یو لک افغانۍ خو د هر یوه ورځینی آمد دی. د دې سره به نه یوازې د دې خوار د دوو نسلونه ډوډی برابره سي، بلکه دا به د هیواد هر سرتیرې ته دا ډاډ ورکړي چې دوی نه یوازې د حکومت د غندلو په موخه زموږ د حقوقو او زموږ څخه د ملاتړ په نوم سمبولیکې خیمې وهي او زموږ یونیفورم په تن کوي بلکې دوی په ریښتیا د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.
د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…
دا دمیړانی او غیرت کار یی کړی عیسی خان خو افسوس چی هغه خائنین ونیول شی چی دا مردار خواره یی د پارلمان تر څنګه راورسول
زمونږ هر د اردو سرتیری عیسی خان غوندی کیدای شی او د دوی غیرت ته به نړی حیرانه شی خو هغه زار خواره تش په نامه جنرالان چی د پیسو اخستلو غلو او چور کولو لپاره جنرالان شوی دی ددی مظلومانو حق خوری هر وخت ددوی نه پیسی غلا کوی یوه ورځ هم پدوی رحم ونکړ چی دخپل نازولی زوی په شان ورسره په مینه خبره وکړی تر پوزی رارسولی دی که دوی پیسی ونه خوری داسی پیښی به ډیری کمی ووینی هر نا قانونه کارونه چی دوی کوی د قانون په نامه څه نه پیژنی باید قانون ته په حقیقت کی سلام وکړی د دوی پی لایسنسه اسلحی او بی پلیټه موټرونه چی وی دا وطن به آرام نشی ټوله میډیا دوی په سر اخیستی وی چی قانون ترپښولاندی کیږی اول لوی خائن او غل به پخپله وی هسی خلکو ته به د ځان د سپیناوی لپاره به یی خوله خلاصه کړی وی چی پدی ملت کی څه روان دی
Salamoonah;
Awal xo A`isa xan wror ta mobareky wayim che xpila wazifa yi pa merranh, zrrahvertob aw ghayret tir sara kirry aw ulusmashir de ham xayr yosi che wa yi nazawe.
Da moftxwaro vekilano che her1 d` myasty 2lac afgh. pa ghayrhazery sara pa jebonu ki achawi( elbatta yaw so d gotu pa shmar shah xarej laka Bashardost, LalyHamidzai, Nader kattawzi,bibi Yun a.d.n) ; doy da 5 kala kum kar d`Afghanista d bechara ulus pa xayr kirry????? Laka helal wror che porta likly ghayr-e haramy pangeviny yi kirry; bayed ham xalq yi per merg xoshala si.
Bal da d Tolo mordarxwari d~Iran jasusan aw d1 Pashto aw Pashtano d` lastuny maran +mafiyayi kirry yi la olusmashra tsza ghwarri?.
D` perde landy hatmen d hagho las dey che d $ xalty yi la cia ; aw kaldary mordary yi la isi , aw la…kustan na yi tsza axesty Wallaho A`alem..Allah de doy d de Ramadzan pa barekat ghark aw nabood krri.Amin summah Amin