تاند:(جبارخېل)- ولسي جرګې له امنیتي اورګانونو وغوښتل څو د لومړي پړاو په څير بیا هم په دویم پړاو ټاکنو کې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو د غبرګولي په ۲۴ مه ترسره شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د جرګې د شنبې په عمومي غونډه کې د لومړي پړاو ټاکنو د امنیت د تامین په خاطر امنیتي اورګانونه وستایل خو له دوی یې بیا وغوښتل څو د دویم پړاو ټاکنو امنیت هم ټینګ کړي.

هغه وویل: (( د ټاکنو په دویم پړاو ټاکنو کې اندېښنې شته، د افغانستان دښمنان په خپلو پراخو پلانونو غواړي افغانان له خپل حقه بې برخې کړي او خپله اراده تمثیل نه کړي، زه امنیتي ارګانونو ته خطاب کوم څو د لومړي پړاو په څیر بیا هم د خپل امنیتي پلانونه پلې او امنیت ټینګ کړي چې د لومړي پړاو حماسه بیا تکرار شي.))

د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې تیره اونۍ اعلان شوې چې یو کاندید هم ونشوای کولی څو پنځوس جمع یو رایې خپلې او ټاکنې وګټي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ټاکنو دویم پړاو به د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د غبرګولي په ۲۴ مه ترسره شي او وروستۍ پایلې به د چنګاښ په میاشت کې اعلان شي.

بل پلو ولسمشر حامد کرزي هم د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړي پړاو پایلو، او په دویم پړاو کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله له چمتوالي هرکلی وکړ او له افغانانو یې غوښتنه کړې چې د غبرګولي په ۲۴ مه ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي.

ولسمشر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې په دویم پړاو کې له هر راز لاسوهنو ډډه وکړي اوله دولتي امکاناتو دې هم کار نه اخلي.

بله غاړه د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو د پایلو د هرکلي ترڅنګ د واک د سوله ییز لېږد لپاره د افغانانو هڅې ستایلې دي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *