ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې غړي نن د خپل مشر په سر راپورته شوی جنجال اوار کړي.
نن دوی په هغه رایه پریکړه کوي چې د خپلمنځي ټاکنو په ورځ باطله اعلان شوې وه.
د ولسي جرګې غړي وايي، پرون سه شنبه دې هوکړې ته ونه رسېدل چې دا جنجالي رایه تایید کړي که یې رد کړي.
د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د ثور د اووه ویشتمې نېټې په ټاکنو کې پر یوې رایې په توش قلم د ټکي نښه شوې وه چې جرګې باطله اعلان کړه خو وروسته یې زیات جنجال جوړ کړ.
ټاکل شوې چې نن چهار شنبه په دې پاڼه علني پریکړه وشي. ځکه وکیلانو هوکړه کړې ده که دا رایه تاییدېږي نو په ښکاره ډول دې یې اعلان وشي.
د ولسي جرګې د خپلمنځي ټاکنو په دویم دور کې میررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي مقابله وکړه چې رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړې.
مګر جنجال په دې وشو چې رحماني پنځوس جمع یو رایې نه دي پوره کړي.
له همغه وخته تر ننه ولسي جرګې بیا رسمي غونډه ونه کړای شوه.
چهار ټکان او غله په خپلو مشکلاتو کښی دی او د مردارو ډالرو په ویش سره جوړیږی نه دوی به ددی خوار اوولس غم څه وخوری رسول اکرم ص علیه وآله وسلم وینا درسته ده چی آخرالزمان کښی به ټول فاسق او فاجر په قدرت کښی وی او ډلی به یی قوی وی تر امین او مخلص خلکو.