تاند: (جبارخېل)- ولسي جرګې د خپلې چارشنبې په عمومي غونډه کې د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل څو د قانون پراساس او د قدرت د تشې د مخنیوي په خاطر دویم پړاو ټاکنې په خپل وخت او زمان  ترسره کړي.

په داسې حال کې چې د وري د شپاړسمې د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو شکایتونه د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون له خوا د څېړنو په حال کې دي او خپل وروستی راپور به په څو ورځو کې ورکړي، خو ولسي جرګه د ټاکنیزو کمېسیونونو په څير ډاډه ده چې دغه ټاکنې دویم پړاو ته تللي دي.

د ولسي جرګې مرستیال صدیق احمد عثماني چې د جرګې مشري یې کوله، له کمېسیونه وغوښتل چې دویم پړاو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي او د قانون پراساس دې ترسره کړي.

هغه وویل:(( د قانون پراساس د ټاکنو کمېسیون مکلف دی چې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي، که چیرې اړوند چارواکي په وخت دویم پړاو ټاکنې نه کوي د قانون څخه سرغړونه کوي او باید ترې پوښتنه وشي چې ولې په خپلو کارونو کې ټکني دي، د ټاکنو کمېسیون باید د قانون پراساس په خپل وخت او زما سره ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي څو د قدرت تشته رامنځته نه شي او کمېسیون دې خپلې دندې په ښه شکل پرمخ بوځي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو له لا وړاندې ډاډه دي چې ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته تللي او دوی به د قانون پراساس ټاکنې ترسره کړي.

د ولسمشرۍ ټاکن چې د وري په شپاړسمه ترسره شوې اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله له نورو کاندیدانو مخکښ دي او دغه دواړه به په دویم پړاو ټاکنو کې سره سیالي کوي.

د ټاکنو د قانون وايي که چیرې کوم کاندید په لومړي پړاو کې پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړې نو ټاکنې باید دوو مخکښوو کاندیدانو ترمنځ په دوه اونیو کې ترسره شي.

یاده دې وي چې د ټاکنو  د انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د ثور په ۲۴ نیټه اعلان شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *