تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د رسنیو له لوري د غیر حاضرو وکیلانو د لیست د نشرولو له کبله د ولسي جرګې نننۍ غونډه د وکیلانو او د دارالانشاء د رئیس تر منځ د جنجال له کبله بې پایلې پایته ورسېده.
نن وکیلانو د دارالانشاء له رئیس سره په دې خاطر جنجال کړی دی چې ولې یې د غیرحاضرو وکیلانو لیست رسنیو ته ورکړی دی؟
دا په داسې حال کې ده چې د فیفا راپورونه وايي، د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړو د پارلمان له رامنځته کېدو وروسته تر دې دمه یوازې پنځه ورځې خپل نصاب پوره کړی دی او باقي مجلسونو کې تر ډېره پورې وکیلان حاضر نه وي.
په دې خبره د انتقادونو له راپورته کېدو وروسته ګڼو وکیلانو د جرګې د داخلي اصول وظایفو د تعدیل غوښتنه کړې او غږ یې کړی دی چې د جرګې اداري پلاوی دې د وکیلانو د غیرحاضرۍ مسئله جدي ونیسي.
له پنځو ځلونو پرته په ګڼو مجلسونو کې چې تر ټولو ډېر وکیلان حاضر شوي شمېر یې له ۲۵۰ کسانو څخه یوازې ۱۲۶ تنو ته رسېږي.