تاند- ټاکل شوې ده چې د کابینې د بشپړولو لپاره کاندید وزیران نن /شنبه/ له ولسي جرګې څخه د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

سره له دې چې حکومت وايي، د پوهنې او کلتور له وزیره پرته د ټولو سرپرستو وزیرانو په ځای کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کوي، د ولسي جرګې ځینې غړي د حکومت دا خبره ردوي او وايي چې باید د بهرنیو چارو د وزارت لپاره هم نوی وزیر ورمعرفي کړي ځکه چې صلاح الدین رباني پخوا لا د دوی له لوري رد شوی دی.

خو حکومت ظاهراً د بهرنیو چارو وزیر سرپرست نه بولي او د ولسي جرګې هغې پرېکړې ته اعتنا نه کوي چې پر اساس یې ښاغلی رباني سلب اعتماد شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د پارلماني چارو وزیر د دفاع وزارت لپاره طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت لپاره ویس احمد برمک، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د کانونو او پیترولیم وزارت ته نرګس نهان، د ترانسپورت وزارت ته حمید طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجیب الله خواجه عمري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت لپاره شهزاد اریوبي، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته مجیب الرحمان کریمي او د قومونو او سرحدونو د وزارت لپاره شفیق ګل اغا شېرزی معرفي کړي.

حاضردمه ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت سرپرستي کوي او ښاغلی باوري د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر دی.

حکومت وايي چې د دواړو وزارتونو لپاره به کاندیدان وروسته ولسي جرګې ته معرفي کړي خو د بهرنیو چارو وزارت لپاره د کاندید په باب څه نه وايي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند مشر دی چې په حکومت کې تر ټولو زیاته ونډه لري او لېري کول یې اسانه کار نه برېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *