مالیې وزیر د دې وزارت د سترو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو د توضیحاتو  په اړه د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې ګډون وکړ

 

د وري ۲۷ مه ۱۳۹۷

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د وري میاشتې په ۲۷ مه نېټه په پارلماني چارو کې د دولت مرستيال وزیر ښاغلي ډاکټر كريم باز، په ملتیا د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې چې غوښتنه یې د مالیې وزارت لخوا شوی وه، ګډون وکړ.

مالیې وزیر د ملت استازو ته په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ملي عوایدو د راټولیدو او د پراختیایې بویدیجې د لګښت، د مالیې وزارت لخوا له څلورو کاري ورځو څخه یوې کارې ورځې ته د تخصیصاتو د اجرا مودې راکمولو، د کثیرالمقاصدو بندونو د ملي پروګرام، سیمه ایزو همکاریو، په ۱۳۹۶ کال کې د اقتصاد عالي شورا د سترو لاسته راوړنو، د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې په تر سره شویو فعالیتونو، د هیواد په عایداتي سرچینو او ګمرکونو کې د اصلاحاتو د راوستو او د دولتي املاکو له غصب څخه د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

همدا شان مالیې وزیر وویل، چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې مالیې وزارت توانیدلی چې د لومړیتوب لرونکو پراختیایې او ملي پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر، ۴۹۷ میلیونه یورو، ۳۷ میلیونه کاناډایې ډالر او د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر نړیوالې مرستې جلب کړي.

نوموړي زیاته کړه: د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د ملي عوایدو راټولیدو لپاره ۱۶۹،۵ میلیارده افغانۍ او د پیسو نړیوال صندوق لخوا ۱۷۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې مالیې وزارت د وري میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې توانیدلی ۴۷،۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ یا ۴٪ زیاتوالی ښیې.

مالیې وزیر د ملت استازو ته ډاډ ورکړ، چې مالیې وزارت د افغان حکومت په استازيتوب د ژنیو کنفرانس ته چې ټاکل شوې ده د روان کال د نوامبر په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه تر سره شي بشپړ چمتو والی لري او په دې برخه کې له نړیوالو پراختیایې شریکانو سره مذاکرې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *