تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: د کابل پولیس وايي، نن سهار پاو باندې لس بجې د ولسي جرګې ودانۍ ته نږدې ۳ توغندي لګېدلي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، دغه درې واړه راکټونه د ولسي جرګې له ودانۍ وړاندې لګېدلي او چاته یې تاوان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې مخې ته له پرون راهیسې د پولیسو په ملاتړ لاریونونه روان دي او فعالان په کې د (وکیل ملامت دی) کمپاین مخته وړي.
د ولسي جرګې د غړو پر ضد حساسیتونه وروسته له هغې ډېر زیات شول چې څو وکیلانو له پولیسو سره شخړه وکړه او دوی یې په خپل توهین تورن کړل.