تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن /دوشنبه/ په خپله غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) ترمنځ د تفاهم د یادښت د لاسلیکېدو مخالفت وکړ.
د جرګې یو شمېر غړیو وویل چې دا یادښت افغانستان ته هیڅ ګټه نه لري او دوی د ملي امنیت له شورا غواړي چې په دې باب توضیحات ورکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د جرګې دفاعي، امنیت او نړیوالو اړیکو کمیسیون ته وویل چې د ملي امنیت شورا غړي د دې موضوع د توضیح لپاره جرګې ته وربولي.
د حکومتي سرچینو په وینا په تفاهملیک کې ویل شوي چې له ترهګرۍ سره د ګډې همکارۍ لپاره د دوو هیوادونو ترمنځ کاري همکاري لوړېږي.
له دې موافقې سره سم به آی ایس آی د افغانستان د ملي امنیت د ریاست غړیو ته روزنه او وسایل ورکوي. پر دې سربېره، افغانستان او پاکستان به د تروریزم پر ضد جنګېږي او د دواړو هیوادونو استخباراتي ادارې به په خپلو اړوندو هیوادونو کې له هر تورن ترهګر څخه په ګډه تحقیقات کوي.
دا یادښت کابل ته د پاکستان د صدراعظم، لوی درستیز او د آی ایس آی د رييس د وروستي سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست لومړي مرستیال له پاکستاني لوري سره لاسلیک کړی دی.
د ولسمشر غني ویاند وايي چې دا یادښت کومه نوې خبره نه ده، تر دې مخکې هم د دواړو هیوادونو ادارو دې ته ورته موافقې کړې وې خو په اوسنۍ موافقه کې ډېر تمرکز د ترهګرو پر ضد ګډې مبارزې ته دی.
په تېرو نژدې دوو اوونیو کې د پاکستان د استخباراتو رييس دوه ځلي افغانستان ته راغی.
ویل کېږي چې د افغانستان حکومت، د دې لپاره چې پاکستان د طالبانو په وسیله په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس اخیستلو ته وهڅوي، د دغه هیواد یو شمېر غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.