تاند- د افغانستان د ولسي جرګې غړیو نن /چهارشنبه/ د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر څرګندونو انتقاد وکړ.

د ولسي جرګې غړیو وویل، په خپله خاوره کې د افغانانو له لوري د بندونو له جوړولو سره د ایران د ولسمشر مخالفت د نه منلو او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د ایران ولسمشرحسن روحاني د سې شنبې په ورځ د چاپیریال په اړه په یو لړ حرګندونو کې په زغرده د افغانستان په خاوره کې د بندونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ، ویې ویل:«موږ د هغه څه په وړاندې چې زموږ د ژوند چاپېریال ویجاوړي بې تفاوته نه شو پاتې کېدای؛ په افغانستان کې د ګڼو بندونو جوړېدا، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان سلما او نورو بندونو جوړېدا زموږ پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز لري.»

د ولسي جرګې مرستیال محمد همایون همایون، چې نن یې د جرګې ریاست په غاړه و، د روحاني پر څرګندونو د نیوکې ترڅنګ وویل، ایرانیان باید د افغانستان د بندونو او اوبو په اړه تر هر راز څرګندونو وړاندې د دوو هیوادونو ترمنځ د اوبو پر سر شوې موافقې وګوري.

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند د اوبو د وېش پر سر د افغانستان د هماغه وخت د صدراعظم محمد موسي شفیق او د هغه د ایراني ساري هویدا له لوري موافقه وشوه.

ښاغلي همایون د روحاني څرګندونې ناموجه وبللې او ویې ویل چې د افغانستان او ایران د حکومتونو ترمنځ یو لړ قراردادونه شوي چې باید مطالعه شي او بیا په دې اړه نظر څرګند شي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو استازو د روحاني خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

دوی وویل چې د افغانستان د اوبو حق او مالکیت د افغانانو دی.

ځینو وکیلانو د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د ایران سفیر د توضیحاتو د وړاندې کولو لپاره احضار کړي.

کرام الدین رضازاده وویل، د روحاني خبرې د منلو نه دي او دا د افغانستان حق دی چې د خپلو مځکو د اوبولو او د برښنا د تولید لپاره بندونه جوړ کړي.

ارګ هم د ایران د ولسمشر څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي.

One thought on “ولسي جرګې د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې”
  1. په خواشینۍ سره باید ووایو چې زمونږ ګاونډیان هم مونږ له خوږ ګوتې نیسي.
    که په دوی هر ډول تندر را ولوېږي ، ملامتي یې په افغانستان را اړوي. دوي په افغانستان ، عراق ، سوریه ، یمن ، او … خلکو باندې ظلم کوي ، الله تعالی ج د دوی د ظلم او ګناه له امله دسیمې په هېوادونو وچکالي او قحطي نازلوي.
    دا ظالمان بیا د خپلو خلکو د اذهانو بلې خواته اړولو لپاره د ملامتي ګوته افغانستان ته نیسي. ځانو ته مسلمانان وایی خو عملونه یی د ابلیسانو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *