تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: ولسي جرګې نن د رایو اکثریت د افغانستان د تابعیت اړوند هغه قانوني طرحه تصویب کړه چې دولت تر دې دمه وګړو ته د تابعیت د ورکولو لپاره هیڅ لاره نه لرله.

د ولسي جرګې د داخلي کمېسیون غړو نن دا طرحه عمومي مجلس ته وړاندې کړه چې د افغانستان د تابعیت د چارو د تنظیم، د تابعیت د پرېښودلو او یا هم تابعیت ورکولو په تړاو جوړه شوې او جرګې هم د رایو په اکثریت تایید کړه.

د دغه قانون د اتمې مادې په بنسټ د افغانستان ولسمشر، وزیران، د سترې محکمې رئیس او غاړي او لوی څارنوال نه شي کولی چې دوه تابعیته وي، مګر په دې طرح کې د ملي شورا د مجلسینو د رئیسانو په اړه وضاحت نه دی شوی.

په دې اړه په ولسي جرګه کې له یاد قانون سره مخالفت هم وښودل شو خو د جرګې لومړي مرستیال امیر خان یار د رایو په اکثریت په ۵ فصلونو او ۳۰ مادو کې تصویب اعلان کړ.

د جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۳۶ وکیلانو برخه لرله چې ۲۸ تنو یې یاد قانون ته د رد رایه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *